د ننگرهار وکيل له ځانمرگي بريده روغ ووت

Image caption ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فريدون مهمند له يوه ځانمرګي بريده روغ رمټ وتلی دی.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وايي د جلال اباد په ښار کې د بهسودو له پله سره هغه مهال د ښاغلي مهمند له موټر سره نژدې بريد وشو، چې نوموړی له خپله کوره راوت.

دوی زياتوي چې بريد سهار شاوخوا نهه نيمې بجې شوی دی.

ولايتي چارواکي وايي په دغه بريد کې پرته له ځانمرګي هيچا ته زيان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

پچير اګام موټر بم

د افغانستان له ختيځ نه راپورونه وايي چې د يوه موټر بم بريد په پايله کې لږترلږه دوه امنيتي ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ولايتي چارواکي وايي دغه بريد د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ پر ودانۍ شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي بريد نن سهار وختي شاوخوا شپږ نيمې بجې شوی دی.

په ننګرهار کې د والي وياند زموږ خبريال ببرک مياخيل ته ویلي د ځانمرګي بريد په پایله کې د ولسوالۍ امنيتي پوستې زيانمنې شوي، دوه امنيتي ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې جزييات نه دي ورکول شوي.

ځينو رسنيو د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په بريد کې دوه کسه وژل شوي هم دي، خو لا نه ده مالومه چې وژل شوي څوک دي.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه منلې ده.

د واده په ورا چاودنه

د دغې ډلې يوه وياند بي بي سي ته د ټيليفون پر ليکه ويلي، چې بريد د مازدا لارۍ موټر پر مټ شوی دی.

دوی ادعا کوي چې په بريد کې يې افغان امنيتي ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو کې د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو فعاليتونه زيات شوي او دغلته پر امنيتي ځواکونو بريدونو زور اخيستی دی.

نژدې يوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د واده د ورا په موټر چاودنه وشوه چې په پايله کې يې يو کس او شپږ نور ټپيان شول.

هغه مهال چې خلک د لومړۍ پېښې د قربانیانو د لېږدولو لپاره سيمې ته ورغلل، دويمه چاودنه وشوه او دوه کسه يې ټپيان کړل.

له دې دوه ورځې وړاندې وسله والو د لغمان په الينګار کې د واليبال پنځه لوبغاړي په ډزو ووژل، چې افغان حکومت دغه بريد په سختو ټکو وغانده.

ورته مطالب