ارزګان کې د والي پر ضد مظاهره شوې ده

د انځور حقوق
Image caption راپورونه وايي چې ښار تړلی دی او خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي

د افغانستان له سويل نه راپورونه وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې په ارزګان ولايت کې لسګونه کسان مظاهرې کوي او د والي د لرې کېدو غوښتنه کوي.

په ترينکوټ کې د مدني ټولنې یو فعال جاويد احمد خپلواک وايي په ترينکوټ کې د تاوتريخوالي له امله دوکانونه تړل شوي دي.

دی د دغو مظاهرو لوی لامل د ارزګان د والي امير محمد اخنذاده او امنيتي ارګانونو ترمنځ شخصي جنجالونه بولي.

مظاهره چيان پر والي تور لګوي، چې په فساد کې ښکېل دی خو والي امير محمد اخنذاده بي بي سي ته په خبرو کې دغه تورونه رد کړل.

ښاغلي اخنذاده وويل ځينو مشخصو کړيو له ۳۰ تر ۵۰ پورې هلکان راټول کړي او د مظاهرې بڼه يې ورکړه ده.

ده وويل دغو کسانو د ارزګان د ولايتي شورا پر ودانۍ هم بريد کړی او دروازه او ښيښې يې ورماتې کړې دي.

د ارزګان د ولايتي شورا مشر هم تاييد کړه چې يو شمېر کسان راټول شوي او د ولايتي شورا پر ودانۍ يې بريد کړی دی.

امان الله هوتکي بي بي سي ته وويل د هغو کسانو شمېر چې پر ولايتي شورا يې بريد کړی د ۴۰ او ۵۰ کسانو ترمنځ دی.

ښاغلي هوتکي وويل خلکو ورته خبر ورکړی، چې دارزګان پوليسو په ترینکوټ کې د دوی هټۍ تړلي دي، خو پوليس دغه څرګندونې ردوي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وايي خلکو په خپله خوښه دوکانونه تړلي او مظاهرې کوي.

امنيه قومندان مطيع الله خان وايي چې د مظاهره چيانو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته رسيږي، چې په خبره يې له مرکز پرته له بېلابېلو وسلواليو راغلي دي.

ده بي بي سي ته وويل د والي د لرې کېدو غوښتنه د خلکو ده او دوی به يوازې د امنيت په ټينګولو بوخت وي.

ورته مطالب