د ولسمشرۍ نوماندانو زغره وال ګاډي ترلاسه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ګاډو سون توکي، تجهیزات او د ساتونکو اعاشه ټول د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دي. خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي لا هم د نوماندانو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي د ولسمشرۍ ګڼونوماندانو مرمۍ ضد ګاډي تر ګوتو کړې دي، اړوندو چارواکو ویلي چې هر نوماند او د هغه دوو مرستیالانو ته یې درې مرمۍ ضد ګاډي درې تعقیبي ګاډي او ۳۵ ساتونکي په پام کې نیولي دي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو منډې ترړې په رسمي ډول تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پیل شي.

ددغه هیواد کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له یادې نیټې واخله د ټاکنو د پایلو تر جوتیدو یې د نوماندانو او د هغوی د ټاکنیزوکړنو د خوندیتابه لپاره ځانګړی پروګرام په پام کې نیولی دی، چې نوماندانو ته مرمۍ ضد ګاډي، اړین تجهیزات، او ساتوکي برابرول هم ددغې لړۍ برخه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش دغه پروګرام بیانوي:

''د ولسمشرۍ هر نوماند ته ۱۵ ساتونکي او مرستیالانوته يې لس لس ساتونکي په پام کې نیول شوي، همدا راز له دې ټولګې څخه هر یوه ته يو یو زغره وال ګاډی.

او درې هالیکس تعقیبي ګاډي هم په پام کې نیولي،ټول لګښتونه، امکانات، او اسانتیاوې د کورنیو چارو وزارت له خوا برابریږي او ددوی په واک کې ورکول کیږي''.

کورنیو چارو وزارت وايي چې يو شمیر نوماندانو دغه اسانتیاوې نه دي تر لاسه کړي چې د خپلولو لپاره یې باید وزارت ته ورشي.

امنیتي چارواکي د نوماندانو او د هغوی د ټاکنیزو منډو ترړو د خوندیتابه ډاډ ورکوي ،خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخیل وايي دا چې د ټاکنو امنیت خوندي کول د امنیتي بنسټونو چاره ده نو په نژدې راتلونکي کې به ددغو بنسټونو چارواکي او نوماندان مخامخ کړي چې په وینا یې په دې برخه کې ډاډ تر لاسه شي.

خو کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولایتي شوراګانو د څه باندې ۳۰۰۰ نوماندانو د امنیت خوندي کولو لپاره يې ځانګړي څه په پام کې نه دي نیولي، او سیمه ییز پولیس به یې امنیت خوندي کوي، په پام کې ده چې د ولایتي شوراکانو د نوماندانو کمپاینونه او ټاکنیزې منډې ترړې هم نژدې یوه میاشت وروسته پیل شي.

ورته مطالب