د ولسمشرۍ دفتر برتانوي پوځیانو ته د سپکاوي رپوټ ناسم وباله

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزي د ډېوېډ کمرون حکومت په دې خاطر ستایلی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د اړیکو د ښه کولو هڅې کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل چې لندن کې د خپرېدونکې سنډي ټايمز ورځپاڼې هغه ليکنه بې بنسټه ده چې ولسمشر حامد کرزی یې په افغانستان کې د وژل شویو برتانوي سرتيرو پر سپکاوى تورن کړى دى.

نوموړې ورځپانې د ولسمشر حامد کرزي له خولې ویلي وو چې که برتانوی ځواکونه هلمند ته نه وای ورغلي نو حالت به یې تر دې ښه و.

د دې رپوټ له خپرېدو وروسته یوې برتانوۍ چې زوی یې په هلمند کې وژل شوی وویل ولسمشر حامد کرزي یې په دې وینا د زوی پر قبر تو کړي دي.

دغه مور وايي سنډې ټایمز ورځپاڼې ته د ولسمشر حامد کرزي څرګندونې ټولو هغو برتانوي پوځیانو ته سپکاوی دی چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سنډې ټايمز ورځپانې د دې لیکنې په ځواب کې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل دغه ليکنه په بشپړه توگه بي بنسټه، نامسلکي او ناسمه ده.

د ولسمشرۍ دفتر وايي ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي خبرې ناسمې او بي ارتباطه اخيستې دي.

دفتر وايي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي ځواب دې پوښتنې ته چې په هلمند کې د برتانوي عسکرو د فعالیت په اړه څه نظر لري ناسم اخیستی دی.

هغه ځواب د ارګ په وینا اصلاً داسې و.

"راځئ عمومي خبره وکړو د ناټو او امریکا په مشرۍ افغانستان ته د امنیت او ثبات راوستلو ماموریت په هلمند کې بریالی نه و خو د برتانیا ټول حکومتونه په مهذب ډول له موږ وو چې موږ یې ستایو، په ځانګړې توګه د صدراعظم ډېوېډ کمرون حکومت د یوه مهذب او باتفاهمه ملګري په توګه له موږ سره و او په دوامداره توګه یې زموږ او د پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو هڅې کړې دي."

د ولسمشرۍ دفتر وايي له سنډې ټایمز سره په مرکه کې ولسمشر حامد کرزي هغو بهرنیو عسکرو ته خپل درناوی او خواخوږي وړاندې کړې چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

نوموړی دفتر وايي ولسمشر حامد کرزي ویلي وو له هغو کسانو سره چې خپل ژوند یې په افغانستان کې بایللی موږ ژوره خواخوږي لرو او د هغو کسانو له زړونو راځو چې زامن او لوڼې یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د ولسمشر حامد کرزي دفتر له بي بي سي پښتو ویپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه چې دوی د سنډې ټایمز ورځپاڼې د نامسلکې کړنې له امله ناهیلي شوي دي.

نوموړی دفتر وايي سنډې ټایمز د ورځپاڼې د ډېر خرڅولو په خاطر د ولسمشر حامد کرزي خبرې ناسمې او بي ارتباطه اخيستې دي.

ورته مطالب