"افغانستان کې د لوستو کسانو فیصدي لوړه شوې"

Image caption د شوې سروې پایلې ښيي چې د افغانستان ټول نفوس ۴۸ سلنه له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي.

افغانستان کې د احصايې مرکزي ادارې د ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ کلونو لپاره افغانستان کې د خلکو د ژوند وضعیت په نوم یوې سروې پایلې خپرې کړې دي.

د دغې سروې پایلې ښيي، چې دغه هېواد کې د ټول نفوس نژدې نیمه برخه له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي.

چارواکي وايي د ګټندویو لږوالی او دغه راز د کاري فرصتونو نشتوالي له کبله افغانستان کې د فقر او خوړو نه خوندیتوب حالت د تېر په څېر پر خپل ځای پاتی دی او یا هم لا ناوړه شوی دی.

خو وايي د زده کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې یو څه ښه والی راغلی.

هغسې چې له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې کاږي د افغانستان احصایې مرکزي ادارې سروې، چې د چارواکو په وینا له ۲۰۰۸ وروسته په لومړی ځل په کې د افغانستان په اړه عمده او بشپړ معلومات وړاندې شوي، ښيي چې د افغانستان ټول نفوس ۴۸ سلنه له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي.

چارواکي د دغې سروې له مخې وايي، له هرو څلورو کارکونکو افغانانو نه یو وزګار دی.

د بیوزلۍ کچه اوس هم د پخوا په څېر ۳۷ سلنه ده او په کاري ځواک کې د مېرمنو ونډه ډېره پیکه ده.

دوی وايي سروې کې جووته شوې، چې د خوړونو نه خوندیتوب سره د مخامخ افغانانو شمېر له ۲۸ سلنې نه ۳۰ سلنې ته زیات شوی دی.

د افغانستان احصایې مرکزي ادارې سرپرست حسیب الله موحد وايي په اقتصادي برخه کې د افغانستان وروسته پاتې کېدو سبب همدا حقیقتونه دي.

د سروې پایلې ښيي، چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال د ورته سروې پر تله د زده کړو برخه کې د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ د سواد لرونکو کسانو شمېر له ۳۹ سلنې ۴۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

چارواکي وايي د زده کړو، روغتیا، پاکو اوبو ته لاسرسي او دغه راز د جنسي تبعیض لږوالي برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی موحد وايي په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو برخه کې د کچې زیاتوالی د دې سروې د پایلو له مثبتو اشارو نه یوه ده.

له دې نه مخکې هم دغه ډول درې سروې ګانې د یادې ادارې له خوا د مرستندویانو په همکاري شوې دي.

چارواکي وايي دغه سروې یې د هېواد په ۳۴۵ ولسوالیو کې له نژدې ۲۰ زره کورنیو او ۱۵۰ زره کسانو نه د معلوماتو پر راټولو بشپړه کړې.

دوی وايي د سروې بهیر کې یې په لومړی ځل له کوچیانو نه هم معلومات تر لاسه کړي.

سروې کې د فقر، وزګاري، روغتیا او ژوند یو شمېر نورو اړخونو تر څنګ د مېشت ځایونو حالت ته هم کتنه شوې.

د یادې سروې پایلي ښيي، چې د افغانستان ښارونو ۸۷ سلنه اوسېدونکي په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوي.

۸۴ سلنه هغه کسان، چې د سروې لپاره ورسره مرکه شوې، د همدې کال اوږدو کې له یوه نا یوه کورني بحران سره مخامخ شوي.

دغه راز هغو کورنیو چې ورسره مرکې شوې، روغیتايي خدمتونه، زده کړې د څښاک پاکې اوبه، برېښنا، د کروندې لپاره اوبه او لارې سړکونه د خپلو اړتیاوو په سر کې بللي دي.

ورته مطالب