د پانګوالۍ پر وړاندې لاهم خنډونه شته

د انځور حقوق
Image caption د دې ستونزو په اړه به د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې وشي. مزمل شینواری

یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د برېښنا، امنیت او ځمکې نشتوالی لا هم د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

په دې سروې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې له خوا شوې په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې له شاوخوا ۶۰۰ سوداګرو او پانګه والو سره مرکې شوي دي.

د سروې پایلې ښيي چې په ګمرکونو کې فساد، د مالیې ورکولو په سستم کې د روڼتیا نشتوالی او د مالي سرچینو کموالی د پانګوالو په وړاندې نورې لویې ننګونې دي.

له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د سوداګرۍ خونې د جرمني د پراختیايي ادارې جي ای زیډ په مالي مرسته، افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ د وضعیت په اړه سروې کړې.

د دې سروې پایلې ښيي چې اوس هم یو زیات شمېر سوداګر او پانګوال برېښنا او د خپل فعالیت لپاره مناسب ځای نه بې برخې دي او د امنیتي ستونزو له امله یې فعالیتونه له ګواښ سره مخامخ دي.

افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په اړه تېر کال هم سروې شوې وه، چې امنیت یې تر ټولو لویه ستونزه بللې وه، خو د سږنۍ سروې پایلې ښيي چې د بنسټیزو اسانتیاوو او برېښنا نشتوالی د پانګوالو تر ټولو لویې ستونزې دي.

په سږنۍ سروې کې په کابل، بلخ او کندهار کې له ۵۹۰ پانګوالو سره خبرې شوې او د هغوی د ستونزو په اړه ورځنې پوښتنې شوي دي.

دغو کسانو چې د ۲۱۰ تولیدي، ودانیزو او سوداګریزو شرکتونو مالکان دي ویلي چې په ګمرکونو کې فساد، د مالیې ورکورو په سستم کې د روڼتیا نشتوالی او د مالي سرچینو کموالي د دوی نورې ستونزې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې مشاور یونس نگاه وايي سروې ښيي چې په هر ولایت کې د پانګوالو ستونزې بېلابېلې دي.

د برېښنا شرکت چارواکي مني چې دوی نه دي توانیدلي ټولو پانګوالو ته برېښنا ورکړي، خو د دې ادراې مرستیال میرویس عالمي وايي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د پلازمېنې کابل او ټولو لویو ښارونو د برېښنا ستونزه هواره شي.

''ډېرې ښې پروژې تر لاس لاندې نیول شوې لکه د برېښنا ۵۰۰ واټه لین چې له ترکمنستانه کابل ته راغځول کېږي، چې په دې سره د کابل ښار د استوګنې سیمې او په دې ښار کې صنعتي پارکونه پرلپسې برېښنا ولري. بله هغه پروژه ده چې د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته لېږدوي چې د دې لین په اوږدو کې به یو سب سټیشن په کابل کې جوړیږي او په دې دوو پروژو سره به د ۲۰۱۷ کال تر پایه کابل ښار د برېښنا د کموالي له ستونزې خلاص شي.''

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شنیواری د دې سروې پایلې مني او وايي چې د دې ستونزو په اړه به د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې وشي او هیله ده هغه اسانتیاوې چې پانګوالو ته په پام کې نیول شوي عملي شي.

د یادولو ده چې څو میاشتې وړاندې افغان حکومت د هغو پانګوالو لپاره چې غواړي تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې پانګونه وکړي یو لړ اسانتیاوې په داګه کړې.

پانګوالو ته په اسانه توګه د ځمکې ورکول، د تعرفې کموالی، په کمه بیه برېښنا، پور، د اومه توکو او ماشینونو پر واردولو لږ ګمرکي محصول او د مالیې کموالي د دې اسانتیاوو مهمې برخې دي.

ورته مطالب