د ټاکنیز کمپاین په اړه د کابل ورځپاڼو نظرونه

Image caption د کابل چاپ ورځپاڼو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له اړخه د ټاکنیز کمپاین پیل څېړلی.

د کابل چاپ نننیو (دوشنبه/سلواغه ۱۴- فبروري ۳) ورځپاڼو د تېرې ورځې په دوام، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له اړخه د ټاکنیز کمپاین پیل څېړلی او د دې کمپاین او سیالیو د لومړۍ ورځې بهیر یی ارزولی دی.

افغانستان

افغانستان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د سیاسې مبارزې پیل او د قواعدو او قوانینو د رعایت اړتیا تر سرلیک لاندې د نوماندانو له اړخه د ټاکنیزو کمپاینونو پیل څېړي او د ټاکنیز کمپاین د لومړۍ ورځې په ترڅ کې د نوماندانو ویناوې او تګلارې ارزوي.

دغه ورځپاڼه په دې باور ده چې په پرونیو غونډو او کنفرانسونو کې ټاکنیزو ټیمونو داسې عملي کړنلارې وړاندې نه کړې چې د ورځپاڼې په کرښو وکولای شي، د دوی له خوا مطرح شوې هېلې او امیدونه عملي کړي.

یاده ورځپاڼه همدارنګه لیکي چې نوماندانو د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو پرځای تر ډېره بریده احساساتي او شعاري مسایلو باندې ټېنګار وکړ.

سرنوشت

سرنوشت ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې پوښتنه کوي چې: د ټاکنيزو مبارزو پيل څنګه و؟

دغه ورځپاڼه هم د نورو هغو په څېر د ټاکنیزو کمپاینونو د لومړۍ ورځې جریان په مفصله توګه ارزوي او په دې اند ده چې د کانديدانو د ټاکنيزې مبارزې لومړۍ ستونزه دا وه، چې د هغوى تصويرونه د خلکو د خوښې خلاف د خلکو د کورونو پرديوالونو، دولتي ودانيو او آن په ترافيکي نښو لګول شوي وو.

سرنوشت ورځپاڼه په دې نظر هم ده چې د نوماندانو دا کړنه د قانون خلاف کاردی او همدارنګه په دې نظر ده چې ځينو کانديدانوغيرعملي شعارونه ورکول او داسې څه يې ويل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شونې نه دي.

د ورځپاڼې له نظره د ځينو کانديدانو شعارونه او ژمنې د دوى له پخوانيو کړنو او مخينې سره ټکر درلود.

ماندګار

ورځپاڼه هم د راتلونکو ټاکنو په تړاو دوه مهم ټکي یادوي چې لومړۍ یې د ټاکنیز کمپاین تر پیل یوه شپه وړاندې، په هرات ولایت کې د یوه نوماند د ټاکنیز کمپاین د ټیم د دوه غړو د وژل کېدو په بهانه امنیتي ستونزې او ګواښونه ګڼي اودویمه یې هم د نوماندانو له خوا د پروګرامونو او پلانونو نه وړاندې کول ګڼي.

ماندګار ورځپاڼه په دې باور ده چې د افغانستان خلک داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې د اوسنیو ګواښونو او ننګونوسره مقابله، په پلا ن شویو پروګرامونو سره وکړای شي.

هشت صبح

دغه ورځپاڼه هم په همدې تړاو له نوماندانو څخه غواړي چې باید خپل پروګرامونه او پلانونه وړاندې کړي.

دغه ورځپاڼه هم د پرون ورځې ټاکنیز کمپاینونه او غونډې څېړي او پدې باور ده چې د افغانستان وګړي له فرهنګي اړخه په تېرو ۱۲ کلونو کې ډېر پر مخ تللي دي او اوس په دې پوهېږي چې د هېواد ستونزې یې څه دي؟

هشت صبح وړاندې لیکې چې خلک اوس په میلمستیاو کې هم ګډون کوي، پیسې هم اخلي، خو خپله رایه هغه چاته ورکوي چې د منلو وړ پروګرامونه او پلانونه وړاندې کړي.

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼه هم لیکي چې دغمجنو پېښو څخه دی مخنیوی وشي.

دا ورځپاڼه د هرات په ولایت کې د ټاکنیز کمپاین تر پیل یوه شپه وړاندې د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپیاین د ټیم د دوو تنو غړو د وژنې پېښه یادوي او په دې نظر ده چې کېدای شي دا ډول پېښې په نورو ولایتونو کې هم تکرار شي او له دولت څخه غواړي، چې د ټاکنو په تړاو او همدارنګه د ټاکنیزو کارکونکو او نوماندانو د امنیت د خوندیتوب په اړه له هر ډول تبعیض پرته جدي پاملرنه وکړي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې نظر ده چې ټاکنې په هر هېواد کې له امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي، خو مهمه داده چې مسوولین څه ډول کولای شي د خونړیو او غمجنو پېښو مخنیوی وکړي.