کابل ګردیز لاره یوازې د پلیو پر مخ پرانیستله شوې

د انځور حقوق
Image caption د پکتيا ټولګټو چارو مسوولين د دې لارې د بنديدو پړه د لوګر پر چارواکو وراچوي.

د کابل ګردیز تر منځ لويه لاره د تېرې په سيمه کې نن ( فبروري ۳ ) له اته ساعته تړل کېدو وروسته يوازې د پليو کسانو پر وړاندې پرانیستله شوه.

پرون هم دغه لاره د ۱۰ ساعتونو لپاره تړلې وه چې دواړو غاړو ته يې سلګونه موټر او تر زرو زيات کسان بند پاتې وو.

د کابل او ګردیز تر منځ دغه لويه لار د تېرې غاښي سیمه کې د واورې ښويدو له امله تړله شوې وه.

له پرون راهيسې د ډېرې واورې اورېدو له امله دغه سیمه کې واوره ښويدلې وه چې ځيني ځايونو کې ان تر پنځو مترو پورې د واورې غونډۍ جوړې شوې دي.

د پکتيا ټولګټو چارو ریس، عبدالله دراني بي بي سي ته وويل چې لاره يې له پرلپسې هڅو وروسته د خلکو پر مخ پرانيستله.

عبدالله درانی وايي:

' لاره ټوله د لوګر ولایت په سيمه کې تړلې ده، د لوګر چارواکي يې د پرانیستلو غم نه کوي، زموږ وسايل اوس هم د لوګر په سيمه کې لګيا دي'

دپکتيا اوسيدونکي شکايت کوي چې هرکال د دغې لارې د واورې پاکولو لپاره په ميليونونو افغانۍ د افغان حکومت لخوا قراردادونو لړ کې ورکول کېږي خو وايي، د واورې اوريدو پرمهال بیا لاره بنده پاتې وي.

یوه لاروي، محمدکريم چې د دغې لارې تړل کېدو له امله يې په لوګر کې شپه کړې وه، بي بي سي ته وويل، چې پرون يې ټوله ورځ په لاره کې تر شنه اسمان لاندې تېره کړې:

' له کابله راغلم پرون ورځ مې ټوله تړلې لارې ته تېره کړه، ماښام بېرته لوګر ته لاړم ګهیځ چې بیاراغلم، ماسپښین مهال ایله پلي راواوښتو '

د پکتيا ټولګټو چارو مسوولين د دې لارې د بنديدو پړه د لوګر پر چارواکو وراچوي او وايي چې د پکتيا لور ته لاره پرانیستې ده او د دوئ د واورې پاکولو وسايل اوس هم د لوګر په سیمه کې په کارلګيا دي.

ورته مطالب