ټاکنې او کابل چاپ ورځپاڼې/ سه شنبه، سلواغه ۱۵

Image caption د کابل سې شنبې ورځې چاپ شویو ورځپاڼو تر ډېره د ټاکنو امنیت ته مقالې ځانګړې کړې دي.

د کابل نن (سې شنبه، سلواغه ۱۵/ فبروري) چاپ ورځپاڼو بیا هم ټاکنیز مسائل څېړلي، خو په ځانګړي ډول یې د ټاکنیز بهیر او ټانو د سیالیو په لړ کې د امنیت ټينګښت ارزولی دی.

محورورځپاڼه لیکي، چې د تېرو دیارلسو کلونو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له لاسته راوړنو یادونه کېږي، خو د اقتصاد او امنیت له پلوه هېواد اوس هم د دیارلس کالو مخکې وضعیت سره مخامخ دی.

محور ورځپاڼه وړاندې بیا ددې وروسته پاتې والي لاملونه له خپله نظره څېړي او په دې باور ده چې په دې موده کې مافیايي فعالیتونه د اقتصاد او امنیت ترمنځ د اړیکو د یوه تار په توګه پاتې شوي.

سرنوشتورځپاڼه په ټاکنیزو کمپاینونو کې د نوماندانو سرغړونې یادوي او په دې اند ده چې د افغانستان نظام تر اوسه له زورواکانو او فاسدو اشخصاو په بشپړ ډول پاک شوی نه دی.

نو له همدې امله ډېره تمه نه شي کېدای چې د ټاکنو ملي بهیر دې سل په سلو کې له لاسوهنو خالي او پاک وي.

انیسدولتي ورځپاڼه د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د روڼتیا په اړه د خلکو غوښتنې یادوي او په دې باور ده چې د ولسمشریزو ټاکنو هر نوماند هڅه کوي د خپلو کړنلارو په وړاندې کولو او هر اړخیزو طرحو د خلکو باور او اعتامر جلب کړي او خلک هم هڅه کوي چې د ورځپاڼې په وینا د راتلونکي ولسمشر په توګه د باور او اعتماد وړ یو شخص وټاکي.

هشت صبحورځپاڼه لیکي، چې د ټاکنو امنیت باید جدي ونیول شي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له قوله د ټاکنو د بهیر اصلي ننګونه ګڼي، په دې باور ده، چې لږترلږه د ټاکنیزو غونډو، او د نوماندانو د سیالیو د محفلونو، د ټاکنو په ورځ د رای اچوونکو او رای شمېرنې پرمهال امنیت ونیول شي.

هشت صبح ورځپاڼه په هرات کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین ټیم د دوو غړو وژل کېدل یادوي او د دوی د وژل کېدو په اړه د پولیسو د تحقیقاتو د پایلو نه بربنډېدل هم د اندېښنې وړ ګڼي.

دا ورځپاڼه د ولسمشریزو ټاکنو ترڅنګ، د ولایتي شوراګانو د نوماندانو امنیت ته هم پاملرنه غواړي.

افغانستانورځپاڼه هم لیکي، چې امنیت د ټولو مسائلو په سر کې ځای لري.

دا ورځپاڼه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په اړه د ټولنې د بېلابېلو برخو ونډه یادوي او لیکي چې ټاکنیز کمپاینونه په ټوله کې ټاکنې، د ټاکنیزو سیالیو فضا په اوسنیو شرایطو کې کولای شي د هېواد د دوښمنانو هدف وګرځي او امنیت یې باید ونیول شي.

ماندګارورځپاڼه هم د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل درېیمه ورځ یادوي او په دې باور ده، چې خلکو د نوماندانو په ټاکنیزو غونډو کې پخپل ګرم ګډون سره وښوده، چې غواړي د دې ورځپاڼې په کرښو خپل برخلیک پخپله وټاکي.

دغه ورځپاڼه چې چې د حامد کرزي د حکومت د سیاسي اپوزیسیون نظریات خپروي، په دې باور ده، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ وشوې، او لیکي چې اوسنۍ دوره کې د رایې ورکونې د کارتونو د نه اخیستنې لپاره د کمو خلکو مراجعې یو لامل هم د تېرې دورې همدا درغلۍ وې.

ورته مطالب