راسموسن: کرزی له اور سره لوبې کوي

د انځور حقوق
Image caption د ناټو سرمنشي د بي بي سي له انگرېزي خپرونې- نيوزنايټ سره په مرکه کې د ولسشمر کرزي پر هغو څرگندونو هم نهيلي وښوده چې پکې د نړيوالو ځواکونو د ماموريت ځينې اړخونه غندل شوي و.

د ناټو سرمنشي اندېښنه وښوده چې له امريکا سره د امنيتي تړون ځنډېدل ښايي له افغانستان سره د نړيوالو مالي ژمنتیا کمزورې کړي.

اندېرس فو راسموسن د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دغه تړون نه لاسليکېدل د افغانستان په زيان وبلل چې له اور سره لوبېدو ته ورته برېښي.

دغه تړون تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د يو لږ شمېر پاتېدو ته قانوني چوکاټ چمتو کوي. خو ښاغلي راسموسن ټينگار وکړ چې له دې حالت سره سره هم د ناټو چارې په دغه هېواد کې سمې پرمخ ځي.

د ناټو سرمنشي د بي بي سي له انگرېزي خپرونې- نيوزنايټ سره په مرکه کې د ولسشمر کرزي پر هغو څرگندونو هم نهيلي وښوده چې پکې د نړيوالو ځواکونو د ماموريت ځينې اړخونه غندل شوي و.

د برتانيا سنډى ټايمز ورځپاڼې د يکشنې پر ورځ د ښاغلي کرزي له خولې وليکل چې که برتانوي ځواکونه نه واى ورغلي، نو هلمند ښايي تر اوسني حالت ډېر ښه واى.

ددې رپوټ تر خپرېدو وروسته يوې برتانوۍ مېرمنې چې زوى يې په افغانستان کې وژل شوي و، ولسمشر کرزى تورن کړ چې په دغې وينا سره يې د هغو عسکرو پر قبرونو توکړي چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې وينا په خپرولو سره برتانوۍ ورځپاڼه په ناوړه مسلکي چلند تورنه کړه چې د ښاغلي کرزي خبرې يې د خپل بازار د تودولو لپاره ناسمې راخيستې دي.

د ناټو سرمنشي وايي د ناټو غړي هيوادونه په افغانستان کې د قربانيو په بدل کې، له افغان سياسي مشرتابه نه د مننې هيله لري. هغه ډاډ څرگند کړ چې له افغانستان سره به امنيتي تړون په پاى کې لاسليک شي، خو دا به په غالب گومان تر ټاکنو وروسته د نوي ولسمشر له خوا وي.

د نيوزنایټ خبريال ددغې مرکې په پيل کې له ښاغلي راسموسن نه د کابل له خوا د امنيتي تړون اوږدې ځنډېدنې ته د هغه غبرگون وپوښته:

راسموسن وايي: "موږ تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د مرستې ژمنه کړې او پر خپلې ژمنې ولاړ يو، خو البته که څوک مو ونه غواړي موږ په افغانستان کې پاتېدلى نشو چې له ٢٠١٤ کال وروسته د روزنې چارې ترسره کړو. خو زموږ کارونه سم پرمخ ځي او ددې کال تر پايه به د آيساف جگړه ييز ماموريت پايته ورسېږي. تر دې وروسته چمتو يو چې د ٢٠١٥ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه د روزنې، سلا او مرستې ماموريت چې د کلکې ننگې په نامه پېژندل کېږي، ترسره کړو.

خو خبره داده چې موږ لا پر امنيتي تړون لاسليک نه لرو چې موږ ته په افغانستان کې د پاتېدو اجازه راکوي. په دې ډول نو موږ چمتو يو، خو دا د افغانانو واک دى چې موږ پاتې کېدو ته پرېىږدي او که نه."

پوښتنه: جنرالان مو په ډگر کې درته څه وايي چې که پر دغه تړون لاسليک ونشي نو ښايي څه راروان وي؟

"پرېږدئ چې په ټينگه ووايم زه باوري يم چې په پاى کې به لاسليک وشي ځکه چې د افغانستان ډېر څه ورپورې تړلي دي. يوه، پوځي مساله ده او په داسې حال کې چې ډاډه يو د افغانستان خپل امنيتي ځواکونه به ددې جوگه وي چې له پلان سره سم ددې کال تر پايه بشپړ امنيتي مسووليت پر غاړه واخلي، پر دې هم باوري يم چې هغوى به پرله پسې مرستو ته اړتيا ولري او له همدې امله ده چې موږ له ٢٠١٤ کال وروسته د روزنيز ماموريت سرته رسولو ته چمتو والى نيولى دى.

خو بله خبره له افغانستان سره مالي مرسته ده. زما اندېښنه داده چې که له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې بهرنى شتوالى نه وي، نو دا به د هغو مالي سرچينو موندل گران کړي چې د افغان پوځ د ساتلو لپاره ضروري دي او ددې مانا داده چې هغوى به د معاشونو د ورکولو وړتيا ونلري. او همدغه به تر ټولو لويه امنيتي اندېښنه وي."

پوښتنه: راځئ چې سپينه يې ووايو: د افغان حکومت عوايد ايله دومره دي چې د خپلو پوځيانو يوازې درېيمې برخې ته د تنخواوو لپاره بس کېدلى شي. نو عملا" که هغوى دا امنيتي تړون ونکړي، مانا يې داده چې ځواکونه يې ښايي د کال تر پايه سره وپاشل شي.

"همدا ډېره لويه اندېښنه ده. موږ ډېر پياوړي افغان ځواکونه رامنځته کړي چې ٣٥٠ زره عسکر او پوليس کېږي. د دومره ځواکونو ساتل له مالي پلوه د افغان حکومت له وسه پورته خبره ده. نو ځکه به هغوى د معاشونو د ورکړې په برخه کې نړيوالې مرستې ته اړتيا لري. او که چېرې مالي سرچينې ورته چمتو نشو کړاى، نو هغوى به له لويو ستونزو سره مخامخ شي. او همدا دليل دى چې ما باوري کوي چې په پاى کې به پر دغه امنيتي تړون لاسليک کېږي."

پوښتنه: جالبه ده چې تاسې په دې برخه کې ډاډه ياست. خو دا هرڅه د ولسمشر کرزي د چلند په اړه څه په ډاگه کوي چې يو ځل لويه جرگه راغواړي چې تړون ورته تصويب کړي او وروسته وايي چې نه، نه يې لاسليکوم. دا سياست لوبول نه دي؟

"دا سياسي مسالې دي او دا هم مهمه ده چې د افغان ټولنې استازو ولسمشر کرزي او دغه راز نړيوالې ټولنې ته يو خورا روښانه پيغام ورکړ چې موږ تر ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالو د پاتېدو پلويان يو او له ولسمشر نه غواړو چې دا تړون ژر تر ژره لاسليک کړي. چې روښانه يې ووايم: فکر نه کوم چې ولسمشر کرزى به يې لاسليک کړي او ښايي تر ټاکنو وروسته به نوى ولسمشر دا امنيتي تړون چې موږ ته له ٢٠١٤ کال وروسته د پاتېدو اجازه راکوي، لاسليک کړي."

پوښتنه: کله چې تاسې واورئ چې ولسمشر کرزى وايي چې نه يې لاسليکوي او خپل ځايناستي ته يې پرېږدي، او دا چې په جنوب کې ناټو ځواکونو امنيت نه دى راوستى او ښه به واى چې د هلمند په څېر سيمو ته بيخي ورغلي نه واى، هرمرو به ځينې وختونه د هغه ويناوې تاسې خورا نهيلي کوي؟

"غواړم درته ووايم چې له افغان ولسمشر سره په غچ نه کېوزم چې څه يې ويلي هغه زه هم ورته ووايم. زه شخصاً له ولسمشر کرزي سره خورا ښه شخصي اړيکي لرم. خو له دې سره هم مهاله غواړم دا هم ووايم چې دغه ډول ويناوې، داسې دي لکه سړى چې له اور سره لوبې کوي.

ځکه هغه زيان رسوونکى اغېز هم بايد کم ونه بولو چې د دا ډول ويناوو په اورېدو سره په افغانستان کې زموږ د پاتېدو لپاره پر سياسي او ولسي ملاتړ را پرېوزي. موږ په افغانستان کې ډېرسرونه او مالونه پانگولي دي او سمه ده چې د خپل امنيت لپاره، خو دغه راز مو د همدې هڅو له لارې د يوه ښه افغانستان لپاره هم غوره چوکاټ رامنځته کړى دى.

چې سپينه يې ووايم، زموږ په هېوادو کې خلک له افغان سياسي مشرتابه نه د يو ډول مننې تمه لري. غواړم دا هم ووايم چې کله زه په ټوله کې له افغانانو سره گورم، هغوى پر هغه څه چې موږ په افغانستان کې ترسره کړي خورا کلکه خوشحالي څرگندوي.

کله چې موږ له مېرمنو او د ځوان توکم له استازو سره غږېږو، دوى له موږ نه غواړي چې پاتې شو او پر دې چې افغانستان مو تر هغه څه چې پر ٢٠٠١ کال و ډېر راښه کړى، موږ ته مننې وايي."

ورته مطالب