د ولسمشرۍ د پنځو کاندیدانو مناظره

د انځور حقوق AP
Image caption د مناظرې بله پوښتنه په افغانستان کې د فساد د مخنیوي په اړه وه.

د کابل په سړه هوا کې د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته پنځو کاندیدانو یو لړ هغه پوښتنې ځواب کړې چې ښايي د ډېرو خلکو په ذهنونو کې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو بل پخوانی وزیر زلمی رسول، د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی، د دفاغ پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او د ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم کرزی د دې تلویزیوني مناظرې ګډونوال وو.

پوښتنې له طالبانو سره پر سولې، له امریکا سره پر امنیتي تړون، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر راتلوونکې، دیموکراسۍ، د ښځو پر حقونو او ځینو نورو موضوګانو ورټولې وې.

قیوم کرزي، اشرف غني احمدزي او زلمی رسول د امنیتي تړون د لاسلیکولو پلوي وکړه او له دوو نورو کاندیدانو په دې باب پوښتنه ونه شوه.

ښاغلي کرزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه او د افغانستان خلک به په یوازې د دې جوګه نه وي چې چارې پرمخ بوځي ښاغلي عبدالله بیا د نړیوالې ټولنې له خوا امنیتي ځواکونو سره مرستې ګټورې وبللې.

له طالبانو سره د سولې په تړاو تقریبا پنځو واړو کاندیدانو ورته نظر درلود او ویې ویل چې له هغو طالبانو سره دې د سولې خبرې وشي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او له ترهګرو ډلو لکه القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کوي.

کله چې دا پوښتنه مطرح شوه چې آیا طالبان د افغانانو دښمنان دي که نه؟

ښاغلي زلمي رسول وویل هغه کسان چې زموږ ښوونځي سوځوي، ماشومان وژني، بې ګناه خلک وژني، افغان عسکر وژني هغوی دښمنان دي.

ډاکټر اشرف غني بیا د بې ګناه خلکو وژل او ځانمرګي بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې طالبان په څو برخو ویشل شوي دي.

ده وویل یو شمېر طالبانو د فساد او بې عدالتې له امله وسلو ته لاس کړی او یو شمېر نور د نورو په لمسون په ورانکارو اعمالو لاس پورې کوي.

د نوموړي په وینا سوله هغه مهال کېدای شي چې دواړو خواووې ورته لېواله وي.

دغه راز ښاغلي عبدالله هم ورته خبره وکړه او له طالبانو سره یې د سولې د روښانه بهیرغوښتنه وکړه.

نوموړي ویل چې د سولې ټولې لارې چارې باید ولټول شي خو که ځینې کسان سوله کول نه غواړي له هغوی سره د ده په خبره له جګړې پرته بله لار نه شته.

د مناظرې بله پوښتنه په افغانستان کې د فساد د مخنیوي په اړه وه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل دې کې هېڅ شک نه شته چې په افغانستان کې فساد لکه د سرطان ناروغی دی خو په وینا یې که د حکومت واګې د یو داسې چا په لاس کې وي چې په فساد کې ککړ نه وي نورو ته به هم فساد ستونزمن وي.

ښاغلي احمدزي او قیوم کرزي وویل د دوی حکومتونه به حساب ورکوي.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان راتلوونکې ولسمشرۍ ته ۱۱ کسان کاندیدان دي.

ښاغلي احمدزي وویل هغسې چې افغانانو په سپورت کې لاسته راوړنې درلودلې دی هماغسې په سیاست او اقتصاد کې هم درلودی شي خو شرط یې دا دی چې پر ملي یووالي باور وي.

د افغانستان راتلوونکې ولسمشرۍ ته ۱۱ کسان کاندیدان دي.

په پام کې ده چې له دوی نه یو یې د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه به د انتخاباتو له بریالي کېدو وروسته د ولسمشر حامد کرزي ځای ونیسي.

له هغه مهال راهیسې چې ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي د سې شنبې د ورځې دغه تلویزیوني مناظره لومړنې هغه وه چې کاندیدانو په کې یو لړ پوښتنې ځواب کړې.

ورته مطالب