د اوښتون اوولسم ګام

د انځور حقوق
Image caption د اوښتون مجله د پکتيا د يوشمېر فرهنګي ځوانانو له لوري له ۲۰۰۷ کال راهيسې چاپېږي، چې د افغانستان او سيمې اړوند ليکنې پکې ځای لري.

پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې لخوا د اوښتون په نوم د مجلې اوولسمه ګڼه له چاپه راووته.

دغه مجله په ۴۴ مخونو کې چې څلور مخه يې رنګه او په ښه کاغذ چاپ شوې چې منځپاګه يې په ادبي، سیاسي، اسلامي او ټولنيزو ليکنو رنګينه ده.

د اوښتون مجله د پکتيا د يوشمېر فرهنګي ځوانانو له لوري له ۲۰۰۷ کال راهيسې چاپېږي، چې د افغانستان او سيمې اړوند ليکنې پکې ځای لري.

اوښتون تر ډېره بريده د پکتيا مسالې هم را اخلي چې وخت پر وخت يې د پکتيا د ولسونو غږ پورته کړی.

په افغانستان کې د دیموکراسۍ له غوړېدا وروسته په ډېر شمېر مجلې او نورې خپرنۍ چاپ شوې چې تر څه وخت وروسته بېرته درېدلې دي، اوښتون د هېواد په څو مجلو کې يوه ده چې له پیله تر اوسه يې په چاپ او کار کې ځنډ نه دی راغلی.

د اوښتون په دې ګڼه کې دغه موضوعات چاپ شوي:

  • رازونه او حقيقتونه اسلامي ليکنه
  • له دنيا سره څومره مينه؟ اسلامي ليکنه
  • امريکايي اډې که تا ويلي ماويلي ناندرۍ سیاسي ليکنه
  • نه مجرم شته نه خاين سیاسي لیکنه
  • د پخوانۍ یوګوسلاويا هېواد ولې تجزيه شو؟ معلوماتي او تاریخي
  • په هيواد کې د قانون نه عملي کېدو له امله ستونزه معلوماتي
  • د څوزره کلن طالب او څو زره کلن فرهنګ ناندره سیاسي لیکنه
  • غايبانه واده
  • واړه ګامونه ګامونه لوی اميدونه
  • د ښه مشرتوب کمی
  • چې دا نور شاعران کاندي هس نه کا ادبي

ورته مطالب