ټاکنو ته د غزنوۍ مېرمنو لېوالتیا

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption غزني کې مېرمنې له را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره زیاته لېوالتیا لري

له دې سره چې په افغانستان کې د جمهوری ریاست د ټاکنیزو منډو ترړو څخه څو ورځي اوړي خو په غزنی کې لا هم يوازې په ګوتو شمار نوماندانو دفترونه پرانېستل شوي دي.

ترډېره لا هم خلک د دوۍ له کړنلارو او موخو ناخبر دي.

که څه هم چې په غزنی کې مدني ټولنې په تېره بیا ښځینه فعالانې نیوکه کوي چې ډېرې ښځې هم د یوشمېر نوماندانو له کړنلارو ناخبر دي.

هغوي هم په خپلو کړنلارو کې د ښځو له پاره ډېر څه نه لری.

خو له دې سره سره د تېرځل په پرتله په ټاکنو کې د ښځو د برخې اخیستو لېوالتیا زیاته شوې ده.

هغوی وايي په ټاکنو کې به برخه اخلي او د خپلې خوښې نوماند ته به رایه ورکوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکې، ارزو وایي داسې سړي ته رایه ورکوي چې ښه سړی وي.

زرغونه بیا د لومړي ځل له پاره رایه ورکوي او داسې چاته رایه ورکوي چې دوی ته خدمت وکړي.

جمیله هم په ټاکنو کې ګډون کوي او داسې چا ته رایه ورکوي چې ددې په وینا ښه خدمت وکړي.

په غزني کې د ښځو فعالانې د جمهوري ریاست له نوماندانو غواړي چې د نورو اقتصادي، پوهنیزو او ټولنیزو پرګرامونو ترڅنګ دې امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

هغوی وايي لومړی خو دوۍ باید خلکو ته خپلې کړنلارې بیان کړي اوپه عین حال کې د امنیت ټینګښت ته زیاته پاملرنه وکړي.

د هغوی په باور د امن په فضا کې د قانون د واکمنېدو امکانات زیات او په ټولنه کې به خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

په غزني ښارکې د ښځو یوه فعاله حبیبه ادیب وایي: دا کاندیدان باید ترټولو زیات پام امنیت، اقتصاد او تعلیم تربيي ته وکړي.

امنیت مهم دی او امنیت ته ډېره پاملرنه ولري او دوی له خپلو پلانونوڅخه باید ټول خلک خبر کړي. خلک هم بیا کولای شي په ساده توګه له دوۍ سره مرسته وکړي.

همدا اساسي برخه ده، که دوی خپل پروګرامونه خلکو ته بیان کړي نو دا به ښه رول ولوبوي.

د جمهوری ریاست له نوماندانو د ښځو غوښتنې تر ډېره سره ورته دي خو ځینې په مشخص ډول وايي چې د ښځو حقوقو د ورکولو او له هغوی سره د تاو تریخوالي په را کمولو کې باید زیاته پاملرنه وکړي.

همدا شان دوی باید د نجونو له پاره د زده کړو او ورته د کار زمینې برابرې کړي.

دغزنی ښار یوه بله اوسېدونکې راحله وایي "له راتلونکي ریس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده چې په خپلو برنامو کې د ښځو حقوقو ته ځای ورکړي".

دا هم غواړو چې د نجونو له پاره او زموږ د اولادونو له پاره د زده کړو امکانات برابر کړي. په عین حال کې باید دا هم وکړي چې له ښځو سره تاوو تریخوالی کم شي او د ښځو حقونو ته پام وکړي.

په ټوله کې ولسمشرۍ ته ولاړ نوماندان تر خپله وسه هڅه کوي د رسنیو له لارې خلکو ته د خپلو موخو په اړه معلومات ورکړي او یا هم په ښارونو کې د غونډو په جوړېدو سره د پلویانو د راجلبولو هڅې کوي.

خو د چارو شنونکي پدې باور دي چې د نوماندانو له خوا یوازې په ښاري سیمو کې تبلیغاتي کارونه به د دې سبب شي چې د کلیوالو سیمو خلک تر ډېره ناخبره پاتې شي.

دوی به په دې توګه د خپلې خوښې نوماند ته له رایې ورکولو محروم شي.

ورته مطالب