کرزی د ژمني اولمپیک پرانیستو لپاره روسیې ته ولاړ

د انځور حقوق AFP
Image caption کرزی په دې سفر کې له روسي او چینايي ولسمشرانو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم ګوري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د روسیې په بلنه د دغه هېواد سوچي ښار ژمنیو اولمپیک سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې له حامد کرزي سره په دې پلاوي کې ځینې لوړپوړي افغان چارواکي هم شته.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه افغان پلاوی د روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین په بلنه روسیې ته تللی.

اولمپیک ته چمتووالی (انځورونه)

د روسیې سوچي ښار کې د سږ کال ۲۲ ژمنیو اولمپیک سیالیو مراسم نن (سلواغه ۱۸/فبروري۷) پیلېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption کله چې په لومړي ځل په ۱۹۸۰ کال د وخت شوروي اتحاد د ژمنیو اولمپیک سیالیو کوربه توب بلنه ومنله، ۶۰ ګډونوالو هېوادونو یې غوښتنه له دې اړخه رد کړه، چې ولې یې پر افغانستان یرغل کړی.

د خبرپاڼې په وینا، ولسمشر کرزی به د دغو لوبیزو مراسمو په درشل کې د روسیې او چین له ولسمشرانو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره وګوري.

په دې سفر کې له حامد کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم ملګري دي.

په پام کې ده چې د ژمنیو اولمپیک لوبو مراسم د روسیې سوچي ښار کې د جمعې په ورځ پیل شي.

۲۲ ژمنی اولمپیک: پرانیستل

ځای: د روسیې سوچي ښار فیشټ اولمپیک سټدیم

سوچي د روسیې سمندرغاړې ته پروت ښار دی، چې په سږنیو ژمنیو اولمپیک سیالیو کې به د نړۍ له بېلابېلو برخو د شاوخوا ۲۹۰۰ لوبغاړو کوربه وي.

د انځور حقوق PA
Image caption دوې اونۍ مخکې د ژمني اولمپیک چمتو کوونکو وویل چې د سیالیو ۷۰ سلنه ټکټونه خرڅ شوي دي.

د دغو سیالیو لپاره له امنیتي اندېښنو سره سره، چمتووالی بشپړ شوي.

ویل کېږي، چې پر دغو سیالیو نژدې ۳۰ میلیارد پاونډه لګښت راغلی، چې تر دې مهاله د ژمنیو اولمپیک په ۲۲ سیالیو کې دومره لګښت نه دی راغلی.

کاناډا، ناروې او امریکا د سوچي لوبو مډالونو خپلولو هڅه کوي.

سوچي اولمپیک: پوتین د روسيې ښه انځور وړانډې کول غواړيد ۱۹۸۰ کال جولای میاشت کې د هغه وخت د شوروي اتحاد مشر لیونیډ برېژنیف د ګڼو خلکو پر وړاندې د ژمنیو اولمپیک سیالیو پیلېدو اعلان وکړ.

په ۱۹۷۵ کال برېژنیف هغه مهال چې د هغه وخت د کمونیستي ګوند عمومي سکرتر و، خپل سیاسي دفتر کې یوه ملګري ته د ژمنیو اولمپیک سیالیو د پروژې په اړه شکایت کړی و، او دا ګواښ یې هم کړی و، که چېرې مسکو د اولمپیک سیالیو کوربه شي، شاید ډېرې افشاګرۍ رامنځ ته شي.

د انځور حقوق
Image caption سوچي پروژه اوس د پوتین د شخصي پروژې په توګه یادېږي، چې له کبله یې غواړي روسیه یو نړیوال قدرت او ځان یو وتلی مشر ثابت کړي.

خو د روسیې اوسني ولسمشر ویلادیمیر پوتین بیا د ژمنیو اولمپیک سیالیو په اړه بېل ډول سیاست غوره کړی.

سوچي سیالیو ته له چمتووالي راهیسې کارونه کېږي، چې د اولمپیک نړیوالې جرګه ګۍ د لوبو مناسب ځای څارلی دی.

سوچي پروژه اوس د پوتین د شخصي پروژې په توګه یادېږي، چې له کبله یې غواړي روسیه یو نړیوال قدرت او ځان یو وتلی مشر ثابت کړي.

خو اوس ښکاري، چې د برېژنیف وړاندوینې رښتیا کېدونکې دي، ځکه چې ددغې پروژې پر زېربنايي چارو نژدې ۵۰ میلیارد ډالر لګښت راغلی دی.

بل خوا روسي چارواکي هغه ادعاوې ردوي، چې ګني د اولمپیک سیالیو اړوندې ډېرې پیسې په بډو وهل شوې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي، چې پر دغو سیالیو نژدې ۳۰ میلیارد پاونډه لګښت راغلی، چې تر دې مهاله د ژمنیو اولمپیک په ۲۲ سیالیو کې دومره لګښت نه دی راغلی.

د روسیې د اولمپیک سیالیو د جرګې مشر الیکسندر زوکوف وايي: "د روسیې د محاسباتو خونې او د مالیو خدمتونو تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه دی موندلی، چې ګني د سوچي اړوند پروژه کې درغلي شوې. دا سمه نه ده چې د زیربنايي پروژو لګښتونه د اولمپیک سیالیو له لګښتونو سره یوځای شوي".

لوېدیځ ته کړکۍ

کله چې په لومړي ځل په ۱۹۸۰ کال د وخت شوروي اتحاد د ژمنیو اولمپیک سیالیو کوربه توب بلنه ومنله، ۶۰ ګډونوالو هېوادونو یې غوښتنه له دې اړخه رد کړه، چې ولې یې پر افغانستان یرغل کړی.

خو اوس د روسي ولسمشر او د هغه د ګوند د فساد په اړه هېڅ نیوکه نه شته، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو مشران د دغو سیالیو پرانیستونکې غونډې ته ورځي.