'زما د کلي د مالت یادونه' د لنډو کیسو ټولګه

د انځور حقوق
Image caption ''‎‎زما د كلي د مالت يادونه'' د خوشال کونړي مزاروال د كيسو ټولگه ده.

دا د ښاغلی خوشال کونړي مزاروال د لنډو کیسو ټولګه ده. په ښه کاغذ د چاپ په پساله پسولل شوې. ښاغلي اکبر کرګر پرې سریزه کښلې او لاندې کیسې پکې چاپ شوې:

- شلېدلې تڼۍ

- بې اختیاره چیغه

- وختونه برخلیکونه

- بنده مرغۍ

- زما د کلي د مالت یادونه

- کرکه

- د ځیګر ټوټه

- بدل

- د وږو ډاډه

- بدمرغه پل

- ټکېدلی زړه

(زما د کلي د مالت کیسې) کتاب د خوشال د كلي د مالت كيسې دي.

هغه كلی چې ډېر بېوزلي خلک په كې شپې سبا كوي، خو د ارادو له مخې ډېر ستر او د هوډ له مخې ډېر پياوړي دي. د زغم له مخې پراخې حوصلې لري، او د غرور په لحاظ اسمان ته سر نه ټيټوي.

دا كيسې په بېلابېلو زماني واټنونو كې كښل شوې دي. كله هم په خپل هېواد كې چې د يوه سرباز او افسر په توگه يې فرهنگي او هڅوونكی كار كاوه، او كله هم د غربت د چاپېريال په ليكه كې ان تر اروپا پورې رسيږي.

په دې اساس ده چې د يوه سرگردانه٬ لالهانده روان زېږنده كيسې دي.

هغه په كې ځان نه مطرح كوي٬ بلكې روايت كوي او روايت له خپل كلي نه پيلوي. په روانه او ساده پښتو يې وايي، او كله خو مكالمه دومره خوږه او په زړه پورې شي، چې لوستونكي د غرونو او خوړونو په څنگ كې٬ هغه كوچنيو كوراړو٬ د پولو سر ته بيايي چې يو بزگر په كې په كړو په ملا په پټي كې را شنه شوي درب پرې كوي.

او خوشال ترې بيا كيسه جوړوي. خوشال د هغه د خولو نه كيسه كوي د كليوال د ساده اسوېلو نه كيسه كوي او د هغه په ټنډه د راروانو خولو د سمندر زمزمه وايي.

زما د کلي د مالت یادونه کتاب د هېواد له بېلابېلو کتابتونو ترلاسه کېدای شي.

ورته مطالب