افغانستان د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تړون کوي

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption افغانستان خپله شاوخوا ۲۲۰ میګاواټه بریښنا لري

په پام کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت پلاوی نن د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد کې له هغه هیواده د ۳۰۰ میګاواټه نوې بريښنا د رالیږدولو تړون لاسلیک کړي.

اړوند افغان چارواکي وايي چې دا بریښنا به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه کابل ته راولیږدول شي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، تر دې مخکې له ترکمنستان نه هرات او د فاریاب په ګډون یو شمیر شمالي ولایتونو ته یوه اندازه بریښنا رالیږدول شوې ده.

د افغانستان بریښنا شرکت مشر له مله پلاوي سره پرون عشق اباد ته تللی او ټاکل شوې نن (يکشنبه، ۹ فبرورۍ) د هغه هیواد له اړوندو چارواکو سره داسې تړون لاسلیک کړي چې پر مټ یې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه نوې بريښنا راولیږدول شي.

د بریښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي بي بي سي ته وویل د دغه ګام موخه دا ده چې د ژمې پر مهال یوازې د ازبکستان پر بريښنا تکيه نه اوسي.

ښاغلي توحیدي وویل نوې بریښنا به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه کابل ته راولیږدول شي.

د نوموړي په وینا نوی غځول کیدونکی بریښنا مزی به د ۱۰۰۰ میګاواټه بريښنا د لیږدولو وړتیا ولري، چې په راتلونکې کې په کاریدی شي.

اوسمهال له ترکمنستان نه د افغانستان هرات او د فاریاب په ګډون یو شمیر شمالي ولایتونو ته څه باندې ۴۰ میګاواټه بريښنا راروانه ده، چې د ولټیج کچه یې د تړون له کچې ښکته ده.

افغان چارواکي وايي چې دا ستونزه به هم له ترکمن چارواکو سره راپورته کړي.

سربیره پر ترکمنستان اوسمهال له تاجکستان او ازبکستان څخه افغانستان ته بریښنا رالیږدول کیږي، چې ټولیزه کچه یې ۳۵۰ میګاواټو ته رسيږي.

افغانستان خپله شاوخوا ۲۲۰ میګاواټه بریښنا لري، چې له حرارتي بریښنا زیږدو او بریښنا کوټونو څخه تر لاسه کیږي، چې په دې سره په دغه هیواد کې د ټولې کاریدنکې بریښنا کچه څه باندې ۵۵۰ میګاواټه کیږي.

ورته مطالب