کابل کې د اوسېدو لوړپوړيزې ودانۍ جوړېږي

د انځور حقوق
Image caption په کابل کې يو شمېر مېنې جوړې شوي، خو د اوسېدونکو لپاره کافي نه دي

افغان پانګوال چمتو شوي چې په کابل ښار کې د یوې لویې میشت مینې پر جوړولو لسګونه ميليونه ډالر پانګونه وکړي،چې وايي لسګونه لوړ پوړیزې ودانۍ او سوداګریز ځایونه به ولري.

افغان پانګوال ادعا لري چې د مینې کار او بشپړتیا به ۹۰۰۰ تلپاتې او زرګونه لنډ مهالي کاري فرصتونه برابر کړي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، دا مېنه چې د میشتیدنې او سوداګرۍ لپاره به لسګونه لوړ پوړیزې ودانۍ ولري، د کابل نړیوال هوايي ډګر شمال لوري ته جوړیدونکې ده.

افغان چارواکي او پانګوال وړاندوینه کوي چې مېنه به پر نړیوالو معیارونو برابره وي او د ژوند اړينې اسانتیاوې به ولري.

افغان پانګوال او د دغه هیواد د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین وايي چې د ا پروژه به زرګونه افغانان د کار روزګار څښتنان کړي.

دی وايي: ''دا پروژه به ۹۰۰۰ تلپاتې او زرګونه لنډمهالي کاري فرصتونه برابر کړي. سربیره پر دې چې دا پروژه اسانتیاوې برابروي زموږ د هیوادوالو ژوند يوه داسې مدني ‌ژوند ته نژدې کوي چې اوس زموږ د نړۍ ځانګړتیا ده''.

ښاغلي رامین له حکومتي بنسټونو وغوښتل چې د دغې پروژې د بشپړتیا په برخه کې مرستندوی شياو خنډونه ورته پیدا نه کړي.

کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش ډاډ ورکړ که خصوصي شرکت د پانګونې لپاره ملا وتړي ښاروالي ورسره هر راز مرستې ته چمتو ده.

ښاغلي نو اندیش وویل دغه راز مېنې جوړول د کورونو د بیو او کرایو د ښکته کیدو لامل هم ګرځي.

دا چې سږکال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو کال دی او له امریکې سره د امنیتي تړون لاسلیکیدا هم ځنډيدلی، دې چارو د افغانستان د سوداګرۍ خونې په وینا د پانګونې بازار سوړ کړی دی.

خو د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل چې دغه راز پانګونې په دغو حساسو حالاتو کې خورا ارزښتمنې دي.

د افغانستان په ښارونو کې د وګړو ګڼوالی او د کورونو کموالی د دې لامل ګرځیدلی، چې د ښارونو په څنډو کې شنې او سمسورې کرنیزې ځمکې په میشت ځایونو بدلې شي.

د چاپيريال د برخې پوهان وايي چې دا د ښارونو چاپیریال ته نه جبرانیدونکې زیان اړوي.

دوی د لوړپوړیزو مېنو جوړول د دغې ستونزې د هواري له لارو چارو يوه لاره بولي.

ورته مطالب