د جګړې د قربانیانو یادګارونه نندارې ته ایښودل شوي

Image caption ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو شمېر په ۲۰۱۳ کال کې د تېر په پرتله ۱۴ سلنه لوړ و.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان د اطلاعات او کلتور وزارت په مرسته خپل کلنی نندارتون د "جګړې او سولې" په نامه د دوو ورځو لپاره په کابل کې پرانیست.

په دغه نندارتون کې د جګړې د قربانیانو هغه نښې او یادګارونه نندارې ته ایښودل شوی چې د دوی له عزیزانو سره پاتې دي.

د دغه نندارتون سمبالونکي وايي که څه هم چې په نندارتون کې د ایښودل شويو انځورونو لیدنه ښايي د ډیرو لپاره زړه بوږنونکي وي، خو د هغوی په خبره کېدای شي تر ډیره په افغانستان کې د جګړو د تکراره مخنیوی وکړي.

له کابله محمود کوچي په خپل رپوټ کې وايي چې د جګړې او سولې په نامه دغه نندارتون د ملي ارشیف په ودانۍ کې جوړ شوی چې ګڼ نندارچیان یې نندارې ته ورځي.

نندارتون ته تر ننوتو مخکې د هر کتونکي سترګې پر هغو انځورونو لګېږي چې د سولې پیغامونه په کې نغښتي دي، خو په ټوله کې نندارتون درې برخې لري.

په لومړی برخه کې يې ټول دیوالونه په تورو پردو پوښل شوي چې د سمبالونکو په خبره د افغانستان د اوسني تاریخ تور کلونه انځوروي.

په نندارتون کې ډېرو هغو کورنیو د خپلو عزیزانو هغه نښې نندارې ته وړاندې کړې چې له دوی نه په ژوندانه کې پاتې شوې وې.

په دغو نښو کې د هغوی انځورونه، کتابونه، جیبي بکسې او نور هغه څیزونه دي چې کورنیو یې تراوسه د یادګار په توګه ساتلي دي.

د نندارتون دویمه برخه په رنګه پردو ښکلې شوې ده.

په دغو کې سور، ژیړاو نارنجي رنګونه کارول شوي وو چې د سمبالونکو په وینا دا په افغانستان کې د پرمختګ په مانا دی یعنې تېر ۱۲ کلونه.

دریمې برخې ته یې بیا اسماني رنګ غوره شوی چې دغه رنګ د روښانه راتلونکي په مانا دی.

په یوه بله برخه کې د جګړې د قربانیانو په یاد شمعې بلې شوې دي.

د نندارتون سمبالونکو په خپلو رسمي ویناو کې د افغانستان له راتلونکي ولسمشره غوښتنه وکړه چې عدالت پلی کړي.

د سمبالونکو په ډله کې یوه هم د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره سیما سمر ده.

هغه وايي غوښتنه یې دا ده چې د جګړې د کلونو ټول اسناد خلکو ته وښوول شي چې خلک د جګړې پر ریښتینولۍ ښه وپوهېږي.

آغلې سمر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان استخباراتي اداره اسناد د خلکو په واک کې ورکړي چې ځوان نسل په دې برخه کې پلټنې وکړي او خلکو ته واقیعتونه بیان کړي چې په راتلونکې کې له دغو ترخو واقیعتونو نه درس واخلي.

د نندارتون سمبالونکی وايي په راتلونکې کې غواړی ورته نندارتونونه پرانیزي او د جګړې اصلی څیره خلکو ته وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو شمېر په ۲۰۱۳ کال کې د تېر په پرتله ۱۴ سلنه لوړ و.

ورته مطالب