د ۳۱۷ رای ورکولو مرکزونو امنیت خوندي دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ټوله کې د ۴۲۰ مرکزونو امنیت لا هم د ډاډ وړ نه دی او ښايي د ټاکنو په ورځ فعال نه وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د هغو ۳۲۳ رایو ورکولو مرکزونو له ډلې یې د ۳۱۷ مرکزونو امنیتيچارې سمبال کړي چې په وروستیو کې یې امنیت خوندي نه وو بلل شوی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۶۸۴۵ مرکزونه د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره په پام کې نیولي چې د امنیتي پلان تر جوړېدو وروسته له هغې ډلې د ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت د ډاډ وړ بلل شوی وو.

خو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۳۲۳ نورو مرکزونو د امنیت په اړه هم اندېښنه ښوولې وه.

کابل کې خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي په وینا د دغو مرکزو نژدې د ټولو امنیت یې اوس خوندي کړی دی.

هره ورځ

د ښاغلي صدیقي په وینا په مجموعي توګه به د شاوخوا ۶۷۰۰ مرکزونو امنیت ټینګ او د ټاکنو په ورځ به فعال وي، خو په ټوله کې به د ۴۲۰ مرکزونو امنیت له ګواښ سره مخ وي او ښايي مخالفین هڅه وکړي د ځینو نورو مرکزونو امنیت هم ګډوډ کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون شاوخوا درې اونۍ وړاندې د دغو مرکزو د امنیت په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د چارواکو په وینا د ټاکنو د نېټې په رانژدې کېدو سره، اوس افغانستان کې نژدې هره ورځ د امنیت د ټینګښت لپاره پر نویو پلانونو او چمتوالي فکر کوي.

د کورنیو چارو وزرات وايي د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۵۶ عملیات ترسره کړي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال په وري میاشت کې ترسره شي، خو ناامني یې لاهم پر وړاندې ترټولو ستره ننګونه بلل کېږي.

ورته مطالب