افغان چارواکي: د پاسپورټ کمېشنکاري بس ده

Image caption افغان چارواکي وایی تر دې وروسته به د پاسپورټ په بدل کې کمېشنکاري ختموي

د افغانستان د پاسپورت څانګې نوي مشر ویلي دي، د پاسپورت اخيستنې په بهیر کې یې کمېشنکاري پای ته ورسوله.

دا چې په کابل کې هره ورځ سلګونه کسان د پاسپورټ ریاست ته ورتلل د پاسپورت اخیستنې چارې يې ستونزمنې کړې وې.

خلکو کمېشنکارانو ته ان سلګونه ډالر ورکول چې کارونه یې پای ته ورسوي.

د پاسورټ نوي مشر دا چاره د اداري فساد پر وړاندې پام وړ ګام وباله.

لکه چې په کابل کې د بي بي سي مصطفی سالک لیکي، د پاسپورټ نوی مشر سمونوال سید عمر صبور ادعا لري چې له نوې دندې راهیسې یې ایله پنځه اونۍ کېږي،خو د دغه ریاست په کارونو کې یې پام وړ پرمختګ کړی دی.

د نوموړي په وینا هره اوونۍ به پاسپورټ څانګې ته شاوخوا ۱۲۰۰ کسان غوښتونکي ورتلل چې وايي د چټک کار له امله یې دا شمېره ۵۰۰ ته راښکته کړه.

دا چې ګڼې ګوڼې پاسپورټ اخستنه پر یوې ستونزمنې چارې بدله کړې وه ګڼو خلکو به کمېشنکارانو ته ان سلګونه ډالر ورکول چې کارونه يې ورته بشپړ کړي.

تور دا و چې ګواکې کمېشنکارانو د پاسورټ څانګې له مامورانو سره د پیسو پر بنسټ ولاړ اړیکي لرل.

ښاغلی صبور وايي اوس پاسپورټ غوښتونکي په اسانه خپل کارونه تر سره کولای شي نو د کمېشنکارۍ دود یې هم ختم کړ.

اونۍ به تیرې شوې خو ان د پاسپورټ اخستنې لپاره به یې یو امر نه شو تر لاسه کولای.

"دا چاره د دې لامل شوې وه چې د دوی کار د کمېشنکارانو او داسې چا لاسونونو ته ولویږي چې اداري فساد یې کاوه نو ځکه مې لومړی همدا چاره پای ته ورسوله."

ښاغلی صبور وايي، اوس هر څوک ځي، افغانستان بانک کې پیسې تحویلوي بیا د وګړو د ثبت له دفتره د خپلې تذکرې سپیناوی را اخلي او په ورځ، دوو کې پاسپورټ اخلي چې په وینا یې پخوا يې تر ۵ ورځو ډیر وخت نیوه.

د پاسپورټ څانګې مشر وايي چې په کابل کې اوس یوازې برېښنايي پاسپورټونه ورکول کیږي، خو که څوک ناروغ وي او بایو مېتریک پلټنو ته وخت نه لري پخوانی پاسپورټ ورکول کېږي.

نو موړي زیاته کړه په راتلونکي ۱۳۹۳ لمریز کال کې به د برېښنايي پاسپورټونو ویش په ټول افغانستان کې سراسري کړل شي.

خو یو شمېر پاسپورټ اخیستونکي ادعا لري چې ګواکې اوس هم تر یوې کچې د کمېشنکارۍ دود ژوندی پاتې دی.