په کور د ننه بې ځایه شویو ته د حکومت تګلاره

د انځور حقوق
Image caption تر ډېره بې ځایه شوي خلک ادعا کوي چې پر ځمکو او کورونو یې سیمه ییزو وسله والو خېټه اچولې ده.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د تېر کال پرتله په دغه هېواد کې د بېځایه شویو په شمېر کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغو چارواکو په وینا د دغې تګلارې په پلې کېدو سره به خلک اړ نه شي چې له خپلو اصلي مېنو او استوګنځایونو بېځایه شي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، په تېرو شاوخوا دیارلسو کالو کې د افغانستان لویو ښارونو، په تېره بیا پلازمېنې کابل ته هغه کورنۍ وکوچېدې چې ویل یې پخپلو سیمو کې د وسله والو زورواکو په شته والي کې نه شي کولای پخپلو اصلي سیمو کې پاتې شي.

په دې هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ سره هم مهاله د شمالي ولایتونو ځینې ګڼې کورنۍ هلمند او کندهار ته کډه شوه، چې وروسته په سوېلي ولایتونو کې د تاوتریخوالي له ډېرېدا سره جوخت د هغو ولایتونو استوګنو بیا کابل ته مخه کړه.

خو په دغو ولایتونو کې هم نه ورسره حکومت او نه هم مرستندویه ټولنو هغه شان مرسته وکړه چې دغه خلک یې په تمه وو.

د حکومت ناغیړي

د کابل ښار د بېځایه شویو کډوالو په استازیتوب دوه تنه بېځایه شوي که څه هم د دغې تګلارې پر جوړولو خوشاله برېښي، خو وايي په تېر کې د حکومتي چارواکو ناغیړیو ته په کتو ډاډمن نه دي چې د دوی د ژوندانه د ښه والي لپاره دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۳۹ مادې پربنسټ، هر افغان د دې حق لري چې د دغه هېواد په هره برخه کې یې غوښتي وي ژوند وکړي.

د دغې مادې له مخې افغان حکومت هم اړ دی چې د خيلو اتباعو لپاره هغه شان امکانات برابر کړی چې ورته اړتیا لري، خو افغان چارواکي وايي تر دې دمه یې د بېځایه شویو کورنیو لپاره ځانګړې تګلاره نه لرله.

هغوی هیله کوي چې د دغې تګلارې پر بشپړېدو سره به د ګڼو بېځایه شویو کورنیو ستونزې غوڅې شي.

دوی دا رنګه وايي چې د دغې تګلارې په بشپړېدو کې یې د بېځایه شویو کورنیو نظرونه هم پوښتلي دي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري وايي هیله من دی چې د دغې تګلارې له چمتو کېدو سره به د بېځایه شویو کډوالو ستونزې به ورسره هوارې شي.

هغه له نړیوالو مرستندویانو هم هیله وکړه چې د دغې تګلارې په پلي کېدو کې دې ورسره مرسته وکړي:

''موږ د دغې تګلارې د تطبیق په حال کې یو او هرې اړوندې ادارې یې د پلي کولو په چاره کې ژمنې وکړې او موږ ډاډمن یو، چې د دغې ناستې نه به مثبتې نتیجې ولرو او ټولې ملي او نړیوالې ادارې باید پخپله برخه کې چارې ترسره کړي''.

په افغانستان شاوخوا سل زره کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نژدې شپږ لکو ته رسیږي له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي او د ۲۰۱۲ کال په برتله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د دغو کورنیو په شمېر کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

تر ډېره ویل کېږي چې روانې جنګ جګړې، وچکالۍ، وزګارتیا او شخصي تربګنیو دغه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کړې دي، خو هغه کورنۍ چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته له خپلو سیمو بېځایه شوې، تر اوسه یې افغان حکومت د بېرته ستنولو په کار کې څه نه دي کړي.

تر ډېره دغه خلک ادعا کوي چې پر ځمکو او کورونو یې سیمه ییزو وسله والو خېټه اچولې او حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د دوی شتمني له زورواکو بېرته ترلاسه کړي.

د انځور حقوق
Image caption دا مهال په افغانستان کې تر شپږ لکو زیات بېځایه شوي کډوال اوسېږي، چې ډېر یې پخپلو سیمو کې د ناامنیو په وجه نورو سیمو ته کوچېدلي.
د انځور حقوق
Image caption په تېرو شاوخوا ۱۳ کالو کې د افغانستان لویو ښارونو، په تېره بیا پلازمېنې کابل ته زرګونه کورنۍ وکوچېدې.
د انځور حقوق
Image caption دغه کورنۍ وايي، چې حکومت یا نورو مرستندویانو یې تر اوسه هېڅ لاسنیوی نه دی کړی.

ورته مطالب