هلمند، که د افغانستان فلوجه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند د سنګین او کجکي ترمنځ نښلوونکې لاره له کړاو ډکه ده، دغه لاره له پخوا د طالبانو او ناټو ځواکونو ترمنځ د نښتو سیمه ده.

د دغه سل کیلومټره پاخه شوي‌ سړک کنډې او کپرې د ځمکنې ماینونو له کبله دا لاره د طالبانو د ځورونو، ‌او سر پرې کولو شاهده ده، نژدې ټوله لاره غلي‌ وه د بس چلوونکی‌ پر لاره غږېده او پولیسو پرلاره یوه لیکه پوستي‌ جوړې کړې وې. د سړک پرغاړه څو عرادې ګاډي کتار ولاړ وو.

یوه پولیس موږ خبر کړو هغه ماین چې د تلویزیون په سیټ کی ځای په ځای شوې وه یوازې څو دقیقې مخکې وچاودېد او نژدې بل ماین کشف او خنثی شو . شېبه وروسته له همدې ځایه چې طالبان پټ شوي وو، پر پولیسو ډزې پیل کړې:

د نهر سراج ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان عبدالستار وایي: ''طالبان هر ورځ پر لویه لاره ماینونه خښوي او هر کله چې موږ د ماینونو د خنثی کولو په موخه سیمې ته ولاړ شو نو طالبان پر موږ ډزې کوي''.

هغه وايي‌: ''موږ هره ورځ له ۶ تر ۱۰ د سړک غاړې ځاې په ځای شوي ماینونه شنډوو ، دلته هره ورځ له طالبانو سره په نښته اخته یو، کله چې خنډونه لیرې شي‌، نو ګاډو او مسافرو ته د تلو اجازه ورکوو''.

د افغانستان د ملی امنیت یو تن کارکوونکي ‌سید ګل وايي‌ :‌''دلته ډیری تلفات د ځمکنيو ماینونو له کبله رامنځ ته کیږي‌،‌ ۶۱۱ لویه لاره د افغان امنیتي ځواکونو ته د زیان له کبله یو ګواښ ‌دی، ډیری وخت پر دغه لاره ‌د ماینونو خنډونو له کبله امنیي‌ ځواکونه د طالبانو پسې نشي‌ تللی''.‌

په بیړه موږ د ماین د ویجاړۍ شاهد یو، ‌بس د سنګین له دوه لارې راغی، ‌دغه سړک سنګین او ګرشک ته غځېدلی،‌ چلوونکي‌ د ځکمنيو ‌ماینونو له کبله ددغې لاره غیبت کاوه.‌

په لښکرګاه کې،‌ د نادعلي د پولیسو مشر مرجان څرګنده کړه، چې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډېپو يې ترلاسه کړې:

Image caption طالبان په میلیونونو ډالر د نشه توکیو له درکه اړخه لاسته راوړي،‌ دې کې تولیدونکي‌ او تجاران دواړه شامل دي.

''په تېره یوه اونۍ کې د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکیو بکسې چې په ځکمنیو ماینونو کې ترې کار اخیستل کیږي همدغه راز د ځانمرګو بریدونو واسکټونه ترلاسه کړي،‌ کله چې طالبان د مخامخ جګړې توان وبایلي، نو بیا ځانمرګي‌ بریدونه کوي‌، ګاډي او د سړک د غاړې ماینونه تلفات اړوي‌''.

ښاغلی مرجان زیاتوي: ''په لښکرګاه کې ځینو دولتي‌ چارواکو د هلمند د ۱۴ ولسوالیو په اړه ویلي،‌ طالبان په دوو ولسوالیو دوشي او باغران باندې کنټرول لري،‌ هغوی هڅه کوي‌ په پاتې ولسوالیو کې حاکمیت پیدا کړي‌.‌ هلمند په افغانستان کې له تاوتریخوالي یو ډک ولایت دی''.

طالبان په میلیونونو ډالر د نشه توکیو له درکه اړخه لاسته راوړي،‌ دې کې تولیدونکي‌ او تجاران دواړه شامل دي.

یوه امنیتي چارواکي‌ وویل :‌''دوی (طالبان) له برېښنا هم مالیه او پیسې اخلي، که چېرې طالبانو ته پیسې ورنه کړي‌، نو د برېښنا ستنې له منځه وړي،‌ وېره او ډار په ولایت کي‌ پر یوه منل شوي اصل اوښتی،‌ سپین ږیری حاجي بابا چې د سنګین، کجکي او۶۱۱ لوي‌ې لارې ترمنځ ګاډی چلوي‌، وايي:

''کله چې زه سنګین ته سپرلی وړم، د بېرته ژوندي‌ راتلو تمه نه لرم''.

Image caption د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یو غړی وایي چې دوی څو واره دغه دکانونه تړلي او د پروپاګندا شیان یې ترې ټول کړي، خو نه پوهیږي چې څرنګه بیا هم دغه دکانونه نه تړل کیږي.

همدا راز بل چلوونکی جاوید وايي‌:‌ ''پر دغه لاره معمولاً د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د نښتو شاهدان یو،‌ کله چې نښته پیل شي‌ افغان پولیس لاره د لږ وخت لپاره بندوي چې له لارې د طالبانو لخوا ښځ شوي ماینونه شنډ کړي‌.‌ زیاتره ټکسي چلوونکي د ځکمنیو ماینونو له امله یا وژل شوي‌ او یا ټپیان دی''.‌ ‌

کمزورې حکومتولي

په دغه ساحه کي‌ کمزورې حکومتولي بله ستونزه ده.‌

د سنګین یوتن قومي مشر وايي:‌ ''په لیرو پرتو سیمو کې د پولیسو او عدلي سیستم نشتوالی د جرمونو د زیاتوالي سبب شوی:''زیاتره خلک خپلې شخړې په طالبانو اواروي،‌ د ولسوالۍ پنځه کیلومترۍ کې منیت نه شته''.

د لښکرګاه په مرکزی مارکیټ کې :‌''ډېری ځوانان طالبانو ته مخه کوي‌،‌ چې همدغه د ترهګرۍ لامل شوی''. ډیری هټیوال د طالبانو د تبلیغاتو توکي‌ پلوري‌،‌ چې جنګي‌ ترانې هم په کې دي او جګړې ته ځانان په کې هڅول کېږي. ددغو توکیو پلرونکي‌ ځوان نسل دی.‌

Image caption یوه پولیس موږ خبر کړو هغه ماین چې د تلویزیون په سیټ کی ځای په ځای شوې وه یوازې څو دقیقې مخکې وچاودېد او نژدې بل ماین کشف او خنثی شو

یوه امنیتي چارواکي راته وویل: ''د طالبانو ځینې تبلیغاتي توکي مو بند کړل، هټیوال مو وګواښل، خو هغوی روزي‌ګټلو ته اړتیا لري''.‌

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یو غړی وایي چې دوی څو واره دغه دکانونه تړلي او د پروپاګندا شیان یې ترې ټول کړي، خو نه پوهیږي چې څرنګه بیا هم دغه دکانونه نه تړل کیږي.

د هلمند ولایت مرستیال مسعود بختور وایي:‌ ''دا بېځایه ده چې ووایو په لیرې پرتو سیمو کې حکومتولي نه شته: ''په تېرو څو کلونو کې ډېری ښوونځي‌ پرانیستل شوي، نژدې ۱۵۰،۰۰۰زده کوونکي‌ په زده کړه بوخت دي، دلته په روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالان شته''.

هغه زیاته کړه :''په ولایت کې ډېر بدلونونه راغلي''.

د افغانستان فلوجه

ښاغلی بختور یوشمېر ستونزې مني او زیاتوي :''زه منم چې دلته ستونزې شته. موږ په هلمند کې یوازې له طالبانو سره په جګړه کې نه یو بلکې د نشه يي توکو ستر قاچاق وړونکي او د سیمې له جاسوسي ادارو سره هم لاس او ګرېوان یو''.

کابل ته په راتګ سره یوه لوړپوړي افغان چارواکي راته وویل چه هلمند کې سختې ستونزې شته که چېرې د ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه وانه خیستل شي، نو هلمند داسې لور ته روان دی لکه د افغانستان فلوجه.

دغه چارواکی وایي چې اړتیا ده په هلمند کې عملیات پیل شي او د دښمن عایداتي سرچینې شنډې او له سیمو وشړل شي.

دی همد راز وایي چې پوځي لاس ته راوړنې باید په ښې حکومتولۍ کې وساتل شي.

ورته مطالب