کابل کې د افشار ډله ییزې وژنې ۲۱ تلين

Image caption دغه کسان د مجاهدينو ترمنځ د خپلمنځي نښتو پر مهال وژل شوي دي

د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو او کابل ښاریان د افشارو ډله ییزې وژنې د ۲۱ تلین په مناسبت په یوه غونډه کې یو ځای شوي وو.

د افشارو ډله ییزې وژنې پېښه ۲۱ کاله مخکې د مجاهیدنو ډلو ترمنځ د خپلمنځي جګړو پر مهال پېښه شوې وه.

د افشارو سیمه کې د غونډې ګډونوالو دغه پېښه ''ټولوژنه'' وبلله او د بشري حقونو له فعالینو او عدلي مرکزونو یې وغوښتل، چې دا د بشر ضد عمل په توګه وغندي.

نور محمد سعید په خپل راپور کې وايي، ۲۱ کاله مخکې د افشار سیمې کنترول تر لاسه کولو لپاره د خپلمنځې جګړې پر مهال ګڼ ملکي کسان وژل شوي وو.

تر اوسه دغه نښته کې د وژل شویو کسانو کره شمېرې نه دي خپرې شوې، خو فعالان وايي د دې نښتې پر مهال د سیمې اوسېدونکي په ډله ییزه توګه وژل شوي وو.

دوی وايي د بريد پر مهال دغه راز د ډله ییز جنسي تېري پېښې هم شوې وې.

له هغه راهیسې د ځینو مدني ټولنو فعالان او د جګړې قربانیانو خپل خپلوان هر کال د دغې پېښې د یادونې لپاره غونډې کوي.

دا ځل هم د شعرونو په ویلو او د ډیوو په بلولو دغه تلین ولمانځل شو.

انتقالي عدالت

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون د افشارو پېښه افغانستان کې د بشري حقونو د تېري بېلګه بولي او وايي د دغې پېښې په اړه یې د نورو ورته هغو په څېر ثبوتونه یو ځای کړي او په دې اړه یې رپوټ چمتوکړی.

په تېر کې د افغانستان د پېښو په باب ثبوتونه ټولول هغه پروګرام و، چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې د چمتو کولو کار د افغانستان بشري حقونو کمېسیون له لوري په تر سره کېدو یوه خوله شوي وو. دغه پروګرام د انتقالي عدالت نوم وموند او د بشري حقونو کمېسیون دغه پروګرام چمتو کړ.

د کمېسیون مسولان وايي د تېرو ۳۰ کلونو پېښو په اړه یې څېړنې کړې او ثبوتونه یې راټول کړي دي.

په پام کې وه، چې دغه رپوټ او هغه ثبوتونه، چې پر بنسټ یې دغه رپوټ چمتو شي، خپاره شي، خو دمګړۍ دغه چاره نه ده تر سره شوې.

ورته مطالب