ټاکنیز کمیسیون خپل څارونکي ډېروي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د حمل/وري پر شپاړسمه ترسره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د تېرو ټاکنو پایلو ته په پام سره، د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د خپلو څارونکو شمېر ډېروي.

کابل کې هدایت الله همیم پخپل راپور کې وايي، دغه کمیسیون په یوه غونډه کې د ټاکنیز بهیر له ټولو څارونکو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې څارونکي یې د درغلیو د مخنیوي لپاره ښه څارنه وکړي.

د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته وویل، هڅې یې دا دي چې ټاکنیز څارونکي لیرو سیمو او ولسوالیو ته ولاړ شي:

"په هغو سیمو کې چې موږ تېرو ټاکنو کې درغلۍ لرلې، د ناامنیو له کبله مو څارونکي نه لرل. دا ځل موږ هڅه کوو چې لا ډېر دقت ولرو او ښه څارنه وکړای شو."

هغه له ټولو نوماندانو وغوښتل چې خپل څارونکي د هېواد ټولو سیمو ته واستوي.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې نژدې ۲۰۰ زره کسانو د افغانستان د ټاکنو څارنه کوله، چې نړیوال او د نړیوالې ټولنې څارونکي هم په کې وو.

خو د ازادو او عادلانه ټاکنو – فیفا- په نامه د یوه بنسټ مشر جان داد سپین غر وايي، دا ځل به نړیوال څارونکي د ټاکنیز بهیر څارلو ته ډېر زړه ښه نه کړي:

Image caption د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته وویل، هڅې یې دا دي چې ټاکنیز څارونکي لیرو سیمو او ولسوالیو ته ولاړ شي:

"له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان ترینګلو اړیکو او کورني امنیت خرابېدو ته په کتلو سره، د ټاکنو پروړاندې دا دواړه لویې ستونزې دي؛ همدا ده چې د نړیوالو څارونکو شمېر به کم وي. همدارنګه د کورنیو څارونکو امنیت نیول هم ستونزمنه چار ه ده".

د ټاکنیزو څارونکو د شمېر ډېرولو ترڅنګ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅه کوي چې خلک هم په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون راتلونکې اونۍ د تبلیغاتي پاڼو، لوحو، او د رسنیو له لارې د عامه خبراوي لپاره په ټول افغانستان کې د میلیونونو پاڼو وېشلو کمپاین پیلوي.

په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د حمل/وري پر شپاړسمه ترسره شي.