افغانستان کې ناقانونه ښکار په ډېرېدو دی

اسیايي پړانګ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په افغانستان کې د اسیايي پړانګ نسل د ناقانونه ښکار له کبله د پوپنا کېدو له خطر سره مخامخېدونکی دی.

د وحشي ژوو د ښکار د مخنیوي کمپاین کوونکي وايي، چې افغانستان کې د وحشي ژوو ښکار مخ پر ډېرېدو دی،‌ خو ځینې مشخص ژوي تر نورو ډېر په نښه کېږي،‌ او نورو ډول ډول وحشي ژوو ته یې ډېر خطر رامنځ ته کړی دی.

چارواکي وايي، که څه هم د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې،‌ د وحشي ژوو ښکار ممنوع اعلان شوی،‌ خو لاهم د ژوو ښکار په ډېرو ولایتونو کې دوام لري.

داسې ادعاوې هم شته،‌ چې ګني په دا ډول ښکار کې سیمه ییز خلک او د منځني ختيځ هېوادونو وګړي او ښکاریان ښکېل دي.‌

خو افغان چارواکي په رسمي توګه بي بي سي ته دا ډول ادعاوې نه تاییدوي.

افغانستان نژدې ۱۵۰ هغه وحشي ژوي او مرغان لست کړي، چې د هېواد د ننه د پوپنا کېدو له ګواښ سره مخامخېدونکي دي،‌ خو لا هم داسې کره ثبوتونه نه شته،‌ چې وښيي د دوی نسل د مړینې او که د لوټ او ښکار له کبله ختمېدونکی دی.

چارواکي وايي، د هېواد روانې شخړې پر وحشي ژوو او مرغانو د څار چارې ناممکنې کړې دي.

خو د چاپېریال ساتنې مسؤولین پر ځینو سیاستوالو تور پورې کوي، چې ګني د ناقانونه ژویو ښکار کې لاس لري،‌ او په لوی لاس له خلیجي او د منځني ختيځ له هېوادونو ښکاریان راجلبوي، چې په دې توګه دوی افغانستان کې خپل ټاکنیز کمپاینونه ښه مخته یوسي.

د هرات د چاپېریال ساتنې د شورا یو فعال عبدالرحمن صالحي وايي:‌ ''د انتخاباتي کمپاینونو د ډګر په ګرمېدو سره،‌ ځینې ډلې او عناصر چې د منځني ختيځ له ځینو هېوادونو سره نژدې اړیکي لري،‌ له خلیجي هېوادونو ښکارین راولي چې د خپل کمپاین لپاره لا ډېر ملاتړي ومومي".

"د ځینو سیاستوالو د کړنلارو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتون په رانژدې کېدو سره،‌ خلک تر یوه حده اندېښمن ښکاري چې شاید د ناقانونه ښکار کچه نوره هم لوړه شي".

دودیز ښکار

په وروستیو کې هرات ولایت د ناقانونه ښکار پرضد د ځینو مظاهرو شاهد و.

د مدني ټولنې د شبکې مشر خلیل پارسا بي بي سي ته د مظاهرو پرمهال ویلي وو چې:‌"زموږ لاریون د هغو ځینو بهرنیانو پرضد دی،‌ چې د افغانستان لوېديځ ته راغلي او د وحشي ژوو په ناقانونه ښکار کولو یې له افغان قانون سرغړونه کړې ده".

افغانستان ته عرب ښکاریان پخپلو دودیزو جامو کې له خپلو ښکاري بازانو سره راځي،‌ چې دا موضوع د خواله په رسنیو،‌ انټرنېټ او کورنیو رسینو کې ډېره تر پوښښ لاندې نیول شوې ده.

چارواکي وايي، دوی د رسنیو راپورونه وکتل،‌ خو د څېړنو پرمهال یې ښکاره ثبوتونه ونه موندل.‌

دوی زیاتوي چې سیمه ییزو چاروکو ته کلکه سپارښتنه شوې،‌ چې په جدي توګه د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.

خو ځینې نړیوال سازمانونه د وحشي ژوو د ساتنې برخه کې فعالیت کوي، چې وايي بهرني وګړي یې په ښکار کې لاس لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکي که څه هم د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې،‌ د وحشي ژوو ښکار ممنوع اعلان شوی،‌ وايي چې لاهم د ژوو ښکار په ډېرو ولایتونو کې دوام لري.

پاکستان کې د وحشي ژوو د مخنیوي د ادارې غړی اعجار احمد وايي: "ان د جګړې پرمهال هم، خلک له منځني ختيځه د دودیز ښکار لپاره راتلل، او په ښکار کې یې له بازانو ګټه اخیسته".

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال مشر عبدالولي مدقق د ناقانونه ښکار په غندلو سره وايي، چې دغه ناوړه کړنه مخ پر زیاتېدا ده.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "هو، دا زموږ په ګڼو ولایتونو کې ډېره زیاته شوې ده، چې هدف یې ساتېري او د خوړو موندل دي. په تېرو څو لسیزو کې، موږ د ناقانونه ښکار له کبله د ځینو وحشي ژوو او مرغانو نسل له لاسه ورکړ، خو دا نه شم تاییدولی چې ګني بهرنیان په دغو ټولو کې دخیل دي، خو ما یې په اړه له رسنیو اورېدلي، چې بهرنیان هم په ناقانونه ښکار کې لاس لري".

کله چې تېر کال په هرات کې د ناقانونه ښکار د یوې بلې پېښې خبر ورکړل شو، حکومت یې د څېړلو په اړه پرېکړه وکړه، خو چاپېریال ساتونکو وویل چې دا ډول هېڅ کومه پېښه نه ده شوې.

خو د عرب چاپېریال او پرمختګ ټولنې له خوا د (البیئة و التنمیة/ چاپېریال او پرمختګ) مجلې اډېټر رغیده حداد وايي چې "په عربي نړۍ کې د بازانو په مټ ښکار کول یو پخوانی دود دی".

"خو د ښکار تر هر فصل وروسته، لسګونه بازان په ځنګلونو کې خوشي کېږي... ځکه چې نسل یې په صحي توګه روغ پاتې شي. دا چې په افغانستان کې زموږ د خلکو له لوري د ناقانونه ښکار تور دی، موږ یې په اړه هېڅ نظر نه لرو".

ځینو افغان چارواکو منلې ده چې د ناقانونه ښکار له کبله د خرمايي او تورو یږانو، د اسیايي پړانګ، سارايي پیشو، غرمږ، سایبریايي ډینګ، کاکلي مرغه نسل افغانستان کې له پوپنا کېدو سره مخامخ دی.

په ګاونډي پاکستان کې، فدرالي حکومت د خلیج له هېوادونو ورتلونکو مخورو عربانو ته د کاکلي مرغه د ښکار اجازه ورکړې ده.

کاکلي مرغان تر ډېره له مرکزي اسیا کډه کوي.

د طبیعت ساتنې د نړیوالې اتحادیې (IUCN) چارواکي وايي "دا کار له خلیجي هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو د درناوي په خاطر کېږي".

په وروستیو کې د پاکستان یوې محکمې په امر، په لنډمهالي ډول د کډوالو مرغانو پر ښکار بندیز ولګول شو.

پاکستاني رسنیو وویل، چې محکمې له حکومته غوښتي، چې له خلیجي هېوادونو ټولو هغو ۳۳ ښکاریانو ته خبر ورکړي، چې تر بیا راتلو پورې د دغو ډول مرغانو د ناقانونه ښکار په اړه خبر وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ځینو عربي هېوادونو کې د بازانو په مټ ښکار کول یو دود ګرځېدلی.

پر همدې مهال، د کابل ژوبڼ مشر عزیز ګل صادق وايي: "موږ خبر یو چې زموږ د هېواد په ګڼو سیمو کې ناقانونه ښکار روان دی، خو د دا ډول فعالیتونو د مخنیوي توان نه لرو".

"دا مهال، د دا ډول کړنو پرضد د خبراوي رامنځ ته کول زموږ دنده ده، چې هیله لرو مثبت پایله ورکړي".

په ۲۰۰۹ کال افغانستان د هغو وحشي ژوو او مرغانو لست خپور کړ، چې په هېواد کې یې ښکار ناقانونه ګڼل شوی و.

په دغه لست کې ۲۰ ډوله ژوي، اووه ډوله مرغان او څلور ډوله نباتات (بوټي) وو.

چارواکو ویلي وو، چې دغه لست به د ۲۰۰۹ کال ترپایه تر ۷۰ ډولونو پورې وغځوي.

په لست کې د لېوانو، پړانګي پيشو او نسواري یږانو پر ښکار هم بندیز لګول شوی و.

د چاپېریال ساتنې د یوه اټکل له مخې، په ګرده نړۍ کې تر ۲۰۰۰ ډېر کمیابه کربوړي پاتې شوي دي.

ورته مطالب