افغان حکومت بې وزلو ته ۴۰۰ میلونه ډالر غواړي

Image caption زیاتره بیځایه شوي خلک وايي په تېر کې هم پر شویو ژمنو عمل نه دی شوی

افغان حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته خپله غوښتنه وړاندې کړه.

د چارواکو په وینا په روان میلادي کال کې د هېواد په کچه له بې وزلو سره د مرستې په موخه 406 میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

په کابل کې د بریتانیا، سویډن او ناروې هېوادونو استازو د افغان حکومت د بشري مرستو د مالي ملاتړ ژمنه وکړه.

لکه چې خوشحال تایب په خپل راپور کې لیکي، له پېښو سره د مبارزې افغان ملي کمیسیون له طبیعي پېښو سره د مبارزې او کورنیو بیځایه شویو کسانو سره د مرستې په موخه له نړیوالې ټولنې د ۴۰۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

افغان چارواکي تمه ښيي چې نړیواله ټولنه په تېره بیا مرسته کوونکي هېواونه به تر راتلونکې یوې میاشتې دغه مرستې د افغان حکومت په واک کې ورکړي.

له پېښو سره د مبارزې افغان ملي کمیسیون مرستیال او د کلیو پراختیا وزیر ویس برمک وایي "زموږ او ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه تنه مرستو ته اړتیا لري."

ملګري ملتونه د افغان حکومت د غوښتل شویو مرستو د ټولولو او همغږي کولو دنده پرغاړه لري.

له اړمنو کسانو سره د مرستو پروګرام به د نړیوالو او نا دولتي موسسو له خوا پلی شي.

بېرته د ستنو شویو او په کور دننه د افغان کډوالو ستونزه د افغان حکومت په وړاندې یوه مهمه ننګونه بلل کیږي.

زیاتره بیځایه شوي خلک وايي په تېر کې هم پر شویو ژمنو عمل نه دی شوی.

رو ګل چې د افغان حکومت له خوا د مرستو د غوښتنې په غونډه کې یې ګډون درلود وايي ژمنې کېږي خو عملي مرستې درک نه لري.

په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې ګڼې طبیعي پېښې رامنځ ته شوي چې له امله یې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې د سلګونو میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه هم کړې.

خو زیاتره افغانان له افغان حکومت او په تېره بیا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې له ادارې غواړي چې په سختو حالاتو کې باید تیار وي چې پرته له ځنډه او ژر د خلکو مرستې ته ور ودانګي.

ورته مطالب