حامد کرزي د بنديانو پرخوشي کېدو د امريکا نيوکه ردکړه

د انځور حقوق AP
Image caption حامد کرزى وايي امريکا بايد د افغانستان خپلواکۍ ته درناوى وکړي

افغان ولسمشرحامد کرزي د بگرام له زندانه د ٦٥بنديانو د خلاصون په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو نيوکې رد کړي او ويلي يې دي چې امريکا بايد د هېواد له کړولو يې لاس واخلي او د افغانستان خپلواکۍ ته درناوى وکړي.

دغه بنديان پرون د بگرام له زندانه خوشي شول چې امريکا يې خطرناک بولي.

ښاغلي کرزى چې انقره کې د افغانستان ، پاکستان او ترکيې درې اړخېزې غونډې په څنډو کې له خبريالانو سره خبرې کولې ټينگار وکړچې د بنديانو خوشي کول له امريکا سره تړاو نه لري او دا د افغانستان د قضايي اورگانونو کاردى چې په دې اړه پريکړه وکړي.

"افغانستان يو خپلواک هېواد دى.که افغان عدلي چارواکي پرېکړه کوي چې يو زنداني دې خوشي شي دا د امريکا په متحده ايالتونو پورې اړه نه لري اوبايد هم د امريکا له متحده ايالتونو سره اړه ونه لري. زه هيله لرم چې د امريکا متحده ايالتونه بايد د افغانستان کړو وړو اوعدلي چارواکو تر پوښتنې لاندې راوستل ودروي. او زه هيله لرم چې دا مريکا متحده ايالتونه بايد اوس د افغانستان خپلواکۍ ته درناوى کول پيل کړي."

د بگرام له زندانه يو خوشى شوى بندي وايي له هيڅ ډول جرم او محکمې پرته پوره يوکال يې د زندان کړاونه وزغمل.

خو واشنگټن وايي د ډېرو دغوخوشي شويو بنديانو په اړه کره شواهد شته چې له بم اېښودلو او نورو برېدونو سره اړيکه لري.

په همدې حال کې کابل کې د امریکا سفارت د بګرام زندانیانو خوشي کول "په ژوره توګه د اندېښنې وړ" عمل بللی دی.

له سفارته خپره شوې ویناپاڼه وايي،" په خوشي شویو بندیانو کې داسې کسان هم شته، چې د افغان امنیتي ځواکونو، ولسي افغانانو، او امریکایانو او نورو ایتلافي سرتېرو په وژلو او یا بریدونو سمبالولو کې یې برخه لرله.

امريکا وايي چې په دې اړه يې افغان لوري ته هم خپل معلومات سپارلي و.

بل لورته په افغانستان کې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان استازې هيټر باروايي د بنديانو د خوشي کولو له مسالې څخه د سياسي موخو لپاره کار اخيستل کېږي

" دا وايي د ارگ څخه ورکړل شويو اعلاميو ، ټوليز چاپيريال او اوسني وخت کې د کرزي او امريکا ترمنځ اړيکو ته په کتو سره دا ډېره گرانه ده باوروشي چې په ټولو جزيياتوسره دې د هرې دوسېې ارزونه شوې وي.که تاسو د امريکا له لوري د ورکړل شويو شواهدو تشريح واورئ نو ترې جوتېږي چې ښايي د هرزنداني په اړه شواهد شته وي . نو داسې ښکاري چې دې مسالې سياسي بڼه غوره کړې وي او کرزى ترې کار اخلي چې امريکا ته ووايي چې له دې مسالې لاس په سر شي."

ميرمن هيټر وايي د زندانيانو په اړه شواهد ښايي د هغوى د خوشي کولو په پريکړه کې اساسي خبره نه وي او ترشا يې سياسي لاملونه وي.

خو د بگرام زندان د زندانيانو د دوسيو د ارزونې اوخوشي کولو د حکومتي کميسيون مشر عبدالشکور دادرس بيا دا خبره ردوي.

امريکايي چارواکي ټينگار کوي چې ځانگړي کميسيون نه بلکې عدلي سټې بايد په دې اړه پريکړه کړې واى . ښاغلى داد رس وايي همداکار شوى او د دغو زندانيانو دوسېې د افغانستان لويې څارنوالي ته استول شوې وي .

د لويي څارنوالي وياند عبدالبصير عزيزي بي بي سي ته وويل پر هغوى ټول شوي شواهد يې په ځير ارزولي او هېڅ جرمي ثبوت يې نه دى موندلى.

امريکايي ځواکونو دغه پرېښودنه په افغانستان کې د قانون د پلي کېدو په برخه کې يو لوى شاتگ بللى دى.

ددغو کسانو د پرېښودو لارښوونه څو اوونۍ د مخه ولسمشر حامد کرزي کړې وه.

ښاغلي کرزي داهم ويلي و چې بگرام زندان د طالب جوړونې کارخانه ده.

شنونکي وايي چې د بنديانو خوشي کېدنې د واشنگټن او کابل اړيکې چې د امنيتي تړون د لاسليک پر سر لا له وړاندي ترينگلي و لا ترينگلي کړي دي.

ورته مطالب