د روسانو او ناټو د وتو پر مهال د افغان مېرمنو وضعيت

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په تېرو ۱۲ کلونو کې افغان مېرمنې وتوانېدې چې تر يوه بريد په سياسي بهير کې ورګډې شي

روسان ۲۵ کاله وړاندې، په افغانستان کې له نژدې لس کلن حضور وروسته له دغه هېواده ووتل.

د روسانو د وتلو ۲۵ کاله پوره کېږي او اوس دا دی د امريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له ۱۲ کلن حضور وروسته افغانستان پرېږدي.

له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتلو يو شمېر افغانان په ځانګړي ډول ښځې اندېښمنې کړي دي.

په دې راپور کې د روسانو او د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د افغان ښځو وضعيت مقايسه شوی دی.

يو شمېر افغان مېرمنې د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال د هغه څه په اړه اندېښنه لري، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې يې ترلاسه کړي دي.

له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي او دا بهير به د ۲۰۱۴ کال تر پايه بشپړ شي.

د مجاهدينو له حکومت، کورنيو جګړو او د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته د بهرنيو ځواکونو شتون د يو شمېر افغان ښځو د فعاليتونو لپاره زمينه برابره کړه.

۲۵ کاله وړاندې د روسانو د وتلو پر مهال افغان ښځو د حقوقو او په سياسي بهير کې د ورګډېدو په ګډون په بېلابېلو برخو کې يو څه لاسته راوړنې لرلې.

د ولسي جرګې غړې هيلۍ ارشاد د روسانو د وتو په پېر او اوسني هغه کې ژور بدلون نه ويني، ځکه په خبره يې هغه مهال هم يوازې ښاري ښځو سياسي فعاليتونه لرل او له حقوقو برخمنې وې او اوس همداسې ده:

''د انقلاب په دوره کې زه د ښځو له فعالیتونو سره چندانې جوړه نه وم، ځکه له هغو سره هغه ازادي وه چې زموږ هېوادوال يې نه مني هم ملې وې. خاص توپير نه شته خو ځينې کسان د خپلې ايډيالوژۍ له اړخه چې د کمونستانو له دورې سره همنظره و، هغوی به یو څه خوښ وي چې زموږ دوره يو څه ښه وه. خو زه بايد ووايم چې د محمد ظاهر له وروستيو لسو کلونو او د سردار محمد داود له پنځو کلونو راوروسته په افغانستان کې د قانون حاکمیت کمزوری و''.

د افغانستان د ښځو د سراسري ټولنې مشره ثريا پرليکا چې د خلق دموکراتيک ګوند د واکمنۍ پر مهال د ښځو د دموکراتيک سازمان مشره وه وايي، د روسانو وخت د ښځو د وضعيت لپاره له اوسني هغه يو څه ښه و.

اغلې پرليکا وايي ښځو د روسانو له راتګ وړاندې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره زياتې هڅې کړې وې او د روسانو شتون د دوی د حقونو د پراخېدو لامل شو.

د انځور حقوق
Image caption زرګونه ښځې او نجونې اوس لوړې زده کړې کوي او په لوړو حکومتي او نادولتي پوستونو کار کوي

دا مني چې اوس افغان ښځو ته حقوق او امتيازات زیات ورکړای شوي خو وايي واک له هغوی سره دی، چې د ښځو حقونو ته ژمن نه دي:

''روسان چې راغلل د ښځو د حقونو لپاره زمينه برابره او پراختيا يې ومونده. نوي حقونه مو پېشنهاد کړل او هغه مو ترلاسه کړل. اوس په قانون کې د ښځو لپاره زيات حقونه او امتيازات شته، خو عملآ ډېره لږه برخه يې ښځو ته ورکول کېږي. قانون نه پلی کېږي او په اوسني نظام کې واک د هغو کسانو په لاس کې دی چې د ښځو حقونو او برابرۍ ته ژمن نه دي''.

داچې د امريکايانو او بهرنيو ځوکونو په حضور کې د افغان ښځو وضعيت څنګه و او څنګه شو؟

امريکايان له هغه رژيم وروسته راغلل چې ښځې يې په کورونو کېنولې وې او آن زده کړو او پرته له محرم نه يې سفر کولو ته نه پرېښودې.

په تېرو ۱۲ کلونو کې زياتو ښځو او نجونو زده کړې او تحصيلات وکړل، په لوړو حکومتي او نادولتي پوستونو يې کار وکړ، په سياست کې يې ونډه زياته شوه، وزیرانې شوې او په فرهنګي او ورزشي برخو کې يې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي.

د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې غړې ارين يون په دې اند ده، چې د روسانو د وتو پر مهال افغان ښځو ځينې وړې ازادۍ لرلې، خو له اوس سره د پرتلې وړ نه دي:

''د روسانو په پېر کې ښځو کولای شول چې کوم ډول جامې واغوندي او دېته ورته نورې وړې ازادي وې، خو د اوس په څېر چې موږ ولسي جرګه لرو او ۲۷ سلنه يې ښځې دي دا ازادي نه وه، د بيان ازادي چې اوس يې ډېر پرمختګ کړی نه وه. یوازې فردي ازادی وه او په ټوليز ډول د افغانستان د ښځو لپاره ځانګړی کار نه وو شوی''.

د روسانو د وتلو پر مهال د يو شمېر ښځو ډاډ او د ناټو په وتلو د دوی اندېښنه بل هغه توپير دی، چې په افغانستان کې دغو دوو سترو قدرتونو حضور ترشا پرېښی.

د کليد رسنيو ډلې مشره نجيبه ايوبي وايي اوس ښځې د روسانو د پېر په توپير زياتې اندېښنې لري:

''د شوروي ځواکونو د وتلو پر مهال له ښځو سره د حقونو له لاسه وتلو اندېښنه نه وه، خو اوس دغه اندېښنه ډېره لوړه او سخته ده''.

دا په دې اند ده چې د اوسنيو لاسته راوړنو د بنسټيزه کېدو لپاره لا هم د نړيوالو ځواکونو شتون ته اړتيا ده.

خو کومو لاملونو په تېرو ۱۲ کلونو کې د ښځو لاسته راوړنې له ماتېدو او پرته د بهرنيو ځواکونو له شتون نه يې له خطر سره مخامخ کړې دي؟

ځينې په دې باور دي چې د ناټو له وتلو وروسته طالبان د ښځو لپاره دومره ستر ګواښ نه دي، څومره چې نورې تندلارې ډلې دي، چې همدا اوس په ټولنه کې په راټوکېدو دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption يو شمېر وايي سره له دې هم د کليوالي ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه تر سترګو کېږي

خو د افغانستان د سيمه ييزو ستراتيژيکو مطالعالو مرکز مشر عبدالغفور ليوال وايي، افغان ځوانان اوس لوستي دي او داسې اندېښنې نه شته چې ګواکې ځوانان دې د تندلارو ډلو په لومه کې کېوزي.

خو ټول چې د هغه پر ساتلو ډېر ټينګار کوي، هغه په هېواد کې د ثبات خوندي ساتل دي، هغه که د بهرنيو ځواکونو د حضور په دوام او که د افغانستان ځواکونو په وړتيا کې نغښتی وي.

په هېواد کې د امنيت په نشتوالي کې، د ښځو او نارينه و په ګډون د ټولو قشرونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ټولې لاسته راوړنې له منځه ځي.

ورته مطالب