کمېسيون د ۴ کانديدانو پر ضد شکايتونه څېړلي

Image caption کمېسيون ويلي که هر کانديد سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره کوي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کیمسیون په یوه علني غونډه کې د ولسمشرۍ د څلورو کاندیدانو پر ضد شوي شکایتونه وڅیړل.

دغه کمیسیون داود سلطانزوی یو خبریال ته د سپکاوي په تور لویې څارنوالۍ ته ور وپيژانده.

بل کاندید اشرف غني احمدزی بیا په خپلو انتخاباتي منډو تړو کې د دولتي موټرو دکارونې له امله ۵۰ زره افغانۍ جریمه شو.

د شکایتونو کمیسیون دارنګه عبد رب الرسول سیاف ته د پولیسو له رنجر موټر نه په خپل کمپاین کې د ګټې اخیستنې له امله په لیکلې ډول سپارښتنه وکړه.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، چې د عبدالرحيم وردګ پر ضد شکایت بیا بې بنسټه وبلل وشو.

د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د شکایتونو کمیسیون په علني ډول د ځینو کاندیدانو پر ضد شوي شکایتونو څیړي.

د دغه کمیسیون غړو د رسنیو په حضور کې د داود سلطانزوی، اشرف غني احمدزي، عبد رب الرسول سیاف او عبدالرحیم وردګ پرضد په ثبت شویو شکایتون خبرې وکړې.

د شکایتونو کمیسیون غړو پریکړه وکړه، چې داود سلطانزوی د یوه سیمه ییز تلویزیون له خبریال سره د ناسم چلند له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی.

د کمیسیون استدلال دا و، دوی ته رسیدلي ویډیو ښيي چې د ښاغلي سلطانزو په کور کې د دغه تلویزیون خبریال د مرکې پر مهال ګواښل کیږي او هغه د سپکاوی شوی دی.

خو داود سلطانزوی بي بي سي ته وویل، چې د دغې موضوع پر سر څارنوالۍ ته د هغه ورپیژندل سیاسي اړخ لري، خو وايي څارنوالۍ ته به حاضر شي.

د شکایتونو کمیسیون دارنګه د چارو د ادرې له خوا د هغه لیک له مخې اشرف غني احمدزی ۵۰۰۰۰ افغانۍ جریمه کړ، چې وايي دوه دولتي مرمۍ ضد موټر یې خپلو انتخباتي منډو ترړو کې کارولې دي.

د چارو ادارې په لیک کې ویل شوي، چې ښاغلي احمدزي ته دغه موټر هغه مهال ورکول شوي وو، چې نوموړی د امنیتي مسوولیتونو دلیږد بهیر مشر و.

د شکایتونو کمیسیون دارنګه عبد رب الرسول سیاف ته د پولیس له رنجر موټر نه په خپل کمپاین کې د ګټې اخیستنې له امله په لیکلې ډول سپارښتنه کړې.

د کمیسیون غړو د پولیسو د هغه رنجر موټر تصویر خبریالانو ته وښوده، چې د ښاغلي سیاف لوی تصویر يې لیږداوه.

عبدالرحيم وردګ

خو په غونډه کې د عبدالرحیم وردګ پر ضد شوی شکایت چې ګواکې په پروان ولایت کې ښوونکو او شاګردانو دهغه په ګټه کار کړی، بې بنسټه وباله.

د شکایتونو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت بیا وویل ځینې داسې ځینې رپوټونه ورته رسیدلي، چې ولسوالان او ان والیان د ځینو کاندیدانو لپاره کمپاین کوي.

نوموړی وايي، چې د دغو رپوټونه مالومات لا کره شوې نه دي.

ښاغلي سعادت راتلونکې ټاکنې خورا حساسې وبللې او له ټولو کاندیدانو یې غوښتنه و کړه، چې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې د ټاکنو قانون په پام کې ونیسي.

راتلونکې ټاکنې د حمل/ وري میاشتې پر شپاړسمه ترسره کیږي، چې ناامني یې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کیږي.

ورته مطالب