کندوز کې ځانمرګي بريد ملکي مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق AFP
Image caption کندوز د افغانستان په شمال کې یو له ناارامه ولايتونو څخه ګڼل کېږي

د کندز ولايت ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد دوه ملکيان وژلي دي.

د خان اباد د پوليسو قومندان عبدالمنان هزاره وايي په دغه بريد کې شپږ کسه نور ټپیان شوي دي.

په دغه بريد کې دوو موټرو ته زيان اووښتی دی.

ښاغلي هزاره بي بي سي ته وويل بريد نن سهار هغه مهال وشو چې ځانمرګي غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر سايکل د پوليسو له يوه موټر سره وجنګوي، خو بريالی نه شو.

ده وويل په پېښه کې په يوه موټر کې دوه ولسي وګړي ووژل شول او د پولیسو موټر ته هم زيان واوښت.

د خان اباد امنيه قومندان وايي د بريد پر مهال یو ملکي کس ځای پر ځای ووژل شو او دويم يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو له ناارامه ولايتونو څخه ګڼل کېږي.

تېره اوونۍ په دغه ولايت کې د مسافرو يو موټر ويالې ته وغورځېد چې په پايله کې يې ۱۸ کسه مړه شول.

په دغه پېښه کې درې کسه ټپيان شول او دوه نور لا تر اوسه هم تري تم دي.

ورته مطالب