افغانستان کې تاوتريخوالي ۱۳ کسه وژلي دي

Image caption ځانګړي ځواکونه وایي دغه وسله وال يې له سخت مقاومت وروسته وژلي

افغان ځانګړي ځواکونه ادعا کوي د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې يې د عملياتو په ترڅ کې ۱۱ مخالفين وژلي دي.

دوی وايي دغه عمليات يې په بټي کوټ کې کړي دي، خو په خپلواک ډول د افغان ځواکونو دغه ادعا نه ده تاييد شوې.

د دغو ځواکونو یوه ویاند سلیم جاوید بي بي سي ته وویل دغه کسان تر سخت مقاومت وروسته وژل وژل شوي دي.

د ښاغلي سلیم په وینا مخالفینو غوښتل چې په ننګرهار ولایت کې په خپلو بریدونو سره ټاکنیز بهیر ګډوډ کړي.

مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هلمند کندهار

بل خوا په کندهار او هلمند کې جلا چاودنو لږترلږه دوه ولسي وګړي وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وایي د ماین یوې چاودني د دغه ښار د نهمې حوزې اړوند د نازو انا د کلینک یو کارکونکې وژلی.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کارکونکی د کلینیک دننه د نیالګیو په کینولو بوخت ؤ چې کلنګ يې په یوه پخواني ښخ کړای شوي ماين ور برابر شو.

راپورونه ښيي چې په دغه چاودنه کې دوه نور کسان هم تپیان شوي دي.

بل خوا د کندهار په ګاونډ هلمند ولایت کې ماین چاودنې یو تن کروندګر وژل او درې نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه تیره ورځ ناوخته د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د میر منداپ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وایي کروندګر په سیمه کې د ویالې په پاکولو بوخت و، چې ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه.

که څه هم دولت یې پړه پر وسلوالو طالبانو وراړوې خو وسلوالو طالبانو لاهم د دغه پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب