افغانستان کې د شوروي لښکرو ۱۰ کلن حضور څه په میراث پریښودل؟

د انځور حقوق AP
Image caption سرو لښکرو په افغانستان کې نژدې لس کاله تېر کړل او زيات مالي او ځاني زيانونه يې وګالل

له نن نه ټیک ۲۵ کاله مخکې د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو لومړنۍ جوپه په حیرتانو کې د دوستۍ په نامه پله نه تیره شوه. له هماغې ورځې وروسته په دغه هیواد کې شخې شولانګې ډیرې شوې او افغان ځواکونه د سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ شول.

که څه هم د وخت واکمن نظام تر یوه بریده پښې ټینګې کړې، خو وروسته د ۱۹۹۲ کال په پسرلې کې د نظام واګې افغان مجاهدینو په لاس کې واخيستې، چې هممهاله کورنۍ تنظیمي جګړې پیل شوې.

تاسو ته هغه کلونه یاد دي؟ هغه مهال مو انګیرنې څه وې چې د سرو لښکرو په وتو سره به د افغانستان راتلونکی څنګه وي؟

ستاسو له نظره په افغانستان کې د سرو لښکرو ۱۰ کلن حضور افغانانو ته څه په میراث پریښودل؟

۲۵ کاله وروسته دا دی له افغانستانه امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو تکل کړی، دغه ځواکونه هم شاوخوا ۱۳ کاله دغلته پاتې شول.

تاسو د دغو دواړو وتنو په تړاو څه توپیرونه وینئ؟

د امریکايي او ناټو ځواکونو کړنې د سرو لښکرو سره څنګه پرتله کوئ؟

که غواړئ په دې برخه کې خپل نظر راسره شریک کړئ، د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر دې شمیرې راته مخامخ ټیلیفون وکړئ ،0093202202300 ، او یا هم د خپلو تیلیفونونو شمیرې راته په پشتو فیسبوک پاڼه کې پریږدئ چې زنګ درته ووهو.

وخت د یکشنبې ماښامنۍ خپرونه د ماخوستن په اتو بجو.

ورته مطالب