هرات: د کانکور پوښتنپاڼې زده کوونکو سره ونيول شوې

د انځور حقوق non
Image caption د امنيتي چارواکو پلټنو وښووله چې د يوۀ خصوصي ښوونځي زدکوونکو دغه پوښتنپاڼې ترلاسه کړي دي

د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې د کانکور آزموينې له هغه وروسته و ځنډول شوې، چې د آزموينې ٤٣ گډونوال د اړوندو پوښتنپاڼو درلودو په تور ونيول شول.

ټاکل شوې وه چې په دغه آزموينه کې ١٧٤٥٥ زدکوونکي گډون وکړي.

د لوړو زده کړو له وزارته هرات ته د استول شوي پلاوي غړي عبدالمنان حقيار وويل "د امنيتي چارواکو پلټنو وښووله چې د يوۀ خصوصي ښوونځي زدکوونکو دغه پوښتنپاڼې ترلاسه کړي دي."

ښاغلي حقيار زياته کړه چې يو چارواکى او ٤٢ زده کوونکي د ملي امنيت ادارې له لوري نيول شوي، او پلټنې روانې دي چې دغه پوښتنپاڼې څنگه د دوى لاس ته ورغلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د دغه چارواکي په وينا، آزموينې د اړوند وزارت تر بلې لارښوونې ځنډول شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي چې د پوښتنپاڼو د ډاگييزه کېدو په تړاو جدي پلټني کوي او د نويو پوښتنپاڼو له چمتو کېدو وروسته به، په هرات ولايت کې د کانکور آزموينې واخيستل شي.

په همدې حال کې د کانکور د آزموينې يو شمېر گډونوالو د لوړو زده کړو پر وزارت سختې نيوکې کړي دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په لوګر ولايت کې هم د کانکور ازموينه لغوه اعلان شوې وه، چې په غبرګون کې يې څو ورځې لاريونونه هم وشول.

د لوړو زده کړو وزرات د کانکور کميټې چارواکو هغه مهال ويلي و چې په لوګر کې د کانکور ازموینې پر مهال درغلۍ شوې وې او وزارت دوی ته وويل باید پایلې یې وزرات ته یو نه وړل شي، او له همدې امله دوی په سیند کې غورځولې دي.

ورته مطالب