د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

د انځور حقوق
Image caption د کارېزونو د اصلاح او بیارغولو ډېرې ګټې دي،‌ خو له بده مرغه تر ډېره لویو زېربنايي پروژو او بندونو ته پام اوښتی،‌ چې ډېر کله له ځنډ‌ او خنډ‌ سره مخامخ شوي،‌ لکه د اوبو بندونه، ژور څاګان.

په افغانستان کې اوبه یوه حساسه موضوع ده.‌ د افغانستان شاوخوا ۶۵۰ زره کیلومتره مساحت هر کال تر ۳۰۰ میلیمترو لږ باراني اوبه ترلاسه کوي،‌ خو د خپلو حوضونو اوبه له ګاونډیو هېوادونو سره وېشي.

په افغانستان کې د تېرو ۲۳ کلنو ناخوالو تقریباً‌ ټول زېربنايي بنسټونه له منځه یووړل،‌ خو په تېرو پنځو کلونو کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې وه.

دا مهال افغانستان کې له د اوبو له شبکې په کلیو کې نژدې ۱۷ سلنه وګړي او په ښارونو کې نژدې ۳۸ فیصده اوسېدونکي ګټه اخلي،‌ چې دا کچه د نورې نړۍ په پرتله ډېره کمه ده.‌

خو افغانستان کې د اوبو د کمښت له ناورین ممکنه وېره نه شته؛‌ ځکه چې په هېواد کې د اوبو سرچینې ډېرې دي، خو جدي کار ته اړتیا لري.

د ځینو سروې ګانو د اټکل له مخې،‌ د افغانستان هر وګړی نژدې ۱۷۰۰ متر مکعب اوبه لګوي، خو دا مهال د هر وګړي لپاره ۳۲۰۰ متر مکعب اوبه موجودې دي.

د افغانستان د اوبو اداره او کنټرولو یوه ستونزمنه چاره ده، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې له ګاونډي ایران او پاکستان سره پرې لانجه ده، چې ان د کارېزونو د اوبو کنټرول هم اسانه نه دي.

پخواني کارېزونه سمون ته اړتیا لري، چې تر یوه بریده د ملي پیوستون د پروګرام له لارې له کلیوالو سره د کارېزونو د پراختیا برخه کې کار شوی.

کارېزونه په پخوانۍ طریقه په ځمکه کې د تونل په بڼه جوړ شوی بنسټ لري،‌ چې له پاسه- ښکته خوا ته جوړېږي،‌ چې پخپل سر اوبه په کې درومي او په یوه برخه کې یې د ځمکې سطحې ته راپورته کېږي او له هماغه ځایه په کوچنیو ویالو کې پر وګړو وېشل کېږي.

د ځینو کارېزونو عمودي څاګانو ژوروالی تر ۳۰ مترو پورې رسېږي،‌ د دې پرځای چې له څاګانو اوبه د ځمکې سطحې ته راپورته شي،‌ په افقي ډول تونل ډوله سمڅې ورته وباسي،‌ چې له څو کیلومترو لیرې یې د ځمکې سر ته راپورته کوي.

له کارېزونو راوتونکې اوبه د کروندو او ځمکو د خړوبولو لپاره پکارېږي، د خوراک لپاره هم ترې رڼې، پاکې او بهېدونکې اوبه راوځي.

له فارس تر چین او اسپانیا پورې

د کارېزونو لړۍ په نړۍ کې لاهم یو ډېر پخوانی کارېدونکی هندسي سیستم دی. د اوبو رایستلو دغه سیستم نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې پخواني فارس ((اوسني ایران)) کې جوړ شوی و چې هغه مهال یې (کانال) باله،‌ خو له دغه هېواده ختيځ لوري (چین) د ورېښمو د لارې پر اوږدو او د افریقا شمال،‌ قبرس،‌ کناري ټاپوګانو او اوسنۍ اسپانیا ته دغه سیستم وغځېد.

فلسطینیانو هم له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې تر ۱۹۴۸ کال پورې د کانالونو له سیستم څخه په ګټې اخیستو سره د زیتون او مالټو د باغونو خړوبولو لپاره ګټه اخیسته، د شملې پېړۍ په نیمايي کې،‌ لاهم ایران کې تر ځمکې لاندې نژدې ۲۲۰۰۰ کانالونه وو،‌ چې اوږدوالی یې تر ۲۷۳۰۰۰ کیلومترو پورې رسېده،‌ او د هېواد نژدې ۷۵ اوبو اړتیا یې پوره کوله.

خو له کارېز څخه لاهم په ایران، افغانستان، چین، پاکستان، عراق او د عربي هېوادونو په ځینو برخو کې ګټه اخیستل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption کارېزونه د سیمې د جغرافیوي جوړښت پربنسټ‌ جوړېږي، چې وګړي‌ ترې د وېش او د ځمکې د کموالي او زیاتوالي پر اساس ګټه اخلي

په افغانستان کې، چې د وګړو ډېره تکیه یې پر کروندو او د کارېزونو پر اوبو ده، په ۲۰ ولایتونو کې تر ۶۵۰۰ ډېر فعال کارېزونه دي، چې د اتیایمې لسیزې تر وروستیو پورې یې د هېواد نژدې ۱۷۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوله.

خو ۱۰ ولایتونو کې بیا د اوبو او د اوبو له اړخه د خپلو۴۰ سلنه اړتیا پوره کولو لپاره بندونه جوړ کړي وو، خو تر اوږدې شخړې او جګړو وروسته، لاهم د کارېزونو شبکې ته ډېر پام ونه شو، او که ټول نه وي، اتیا سلنه کارېزونه اصلاح او بیا رغولو ته اړتیا لري.

خو د یوې شمېرې له مخې، اوس افغانستان کې د خړوبېدونکې ځمکې کچه د ۱۹۸۰ کال د خړوبېدونکې ځمکې له نیمايي سره برابره ده، چې له کبله یې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

د کارېزونو بیا فعالول

په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان ته د نژدې یو میلیون کډوالو په ستنېدو سر، پر اوبو کار او فشار ډېر شو. نړیوالې ټولنې هم هڅې وکړې، چې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه پیدا کړي، خو دا چې تل نړیوال افغانستان ته د فساد د تور ګوته نیسي، وايي چې د بیا رغونې برخه کې د کرنې او اوبو برخه کې شوې مرستې په سمه توګه نه دي لګول شوې.

په افغانستان کې د کارېزونو بیارغونه ۲۰ میلیون ډالر غواړي، چې دغه مبلغ د هغو میلیاردونو ډالرو مرستو یوه ډېره ناچیزه برخه ده،‌ چې له افغانستان سره په تېرو دیارلسو کلونو کې وشوې.

که چېرې دغه مرستې په سمه توګه لګول شوې وای، کلیوال او لیرې اوسېدونکي وګړي به ښارونو ته د روزګار او کار لپاره تګ ته نه اړ کېدل، او د هغو بې وزله کلیوالو ژ،ند کې به یې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړې وای، چې اوس یې زیاتره د کار د نشتوالي او ناامنیو د ډېرېدو له کبله د پولۍ ټک ته ناست دي.

کارېزونه د سیمې د جغرافیوي جوړښت پربنسټ‌ جوړېږي، چې وګړي‌ ترې د وېش او د ځمکې د کموالي او زیاتوالي پر اساس ګټه اخلي، هر بزګر او کروندګر د کارېز د اوبو یوه سرچینه لري، چې له څو کیلومترو لیرې یې تر خپلو کروندو پورې رسوي، کلیوال میراو (میر اب) د اوبو وېش او ساتنې دنده پرغاړه لري.

د کارېز اوبه دوامداره وي، خو تر ډېره د باران او ژمي پر اوبو پورې تړلي وي، که چېرې بارانونه کم وي، اوبه یې کمېږي.

سوله او د اوبو خوندیتوب

د انځور حقوق
Image caption د ځینو سروې ګانو د اټکل له مخې،‌ د افغانستان هر وګړی نژدې ۱۷۰۰ متر مکعب اوبه لګوي، خو دا مهال د هر وګړي لپاره ۳۲۰۰ متر مکعب اوبه موجودې دي.

د کارېزونو د اصلاح او بیارغولو ډېرې ګټې دي،‌ خو له بده مرغه تر ډېره لویو زېربنايي پروژو او بندونو ته پام اوښتی،‌ چې ډېر کله له ځنډ‌ او خنډ‌ سره مخامخ شوي،‌ لکه د اوبو بندونه، ژور څاګان.

دا سمه ده چې افغانستان ځینې وخت پر اوسنیو سیستمونو بسیا کېدنه نه شي کېدای، بلکې د اوبو زېرمه کولو او ډېرولو پخوانۍ طریقې هم باید ژوندۍ وساتي.

د ژورو څاګانو کیندل ځینې وخت اندېښنې راپورته کوي، د لنډمهال لپاره د څښاک او خړوبولو لپاره ښه کار ورکوي، خو ناسم کیندل یې د اوبو کچه لا پسې عمق ته بیايي او د ورڅېرمه کارېزونو یا لږ ژورو څاګانو او چینو د وچوالي او یا یې د اوبو د کمښت لامل ګرځي، چې د میلیونونو وګړو پر ژوند اغېز کوي.

همدا لامل دی چې د هېواد په ځینو برخو کې لاهم پر اوبو او ناسم وېش یې مرګونې شخړې رامنځ‌ ته کېږي.