د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ، دا حق ټولو ته رسېدلی؟

Image caption په مورنۍ ژبه ګړېدل او زده کړې د هر افغان طبیعي حق دی، خو په افغانستان کې دا حق ځينو ته ښه نه رسېږي

په افغانستان کې د مورنۍ ژبې ورځ له تېرو څو کلونو راهيسې هرکال لمانځله کېږي او له چارواکو په کې ټولو ژبو ته د پام غوښتنه کېږي.

خو کتونکي وايي حکومت په دې برخه کې هغه څه نه دي کړي، چې دوی ترې تمه لرله.

په کابل کې د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګګۍ په دې تړاو يوه غونډه جوړه کړې وه، چې پر بنسټ يې عبدالله ستانکزي دا راپور چمتو کړی دی.

په مورنۍ ژبه ګړېدل او زده کړې د هر افغان طبیعي حق دی، خو په افغانستان کې دا حق ځينو ته ښه نه رسېږي.

د افغان کلتوري ټولنې د ګډې جرګګۍ په نوښت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ويل، د دې حق ترلاسه کولو لپاره بايد خپل غږ پورته کړي.

ګډونوالو په لويه کې د مورنۍ ژبې پر اهميت او په خپله ژبه د ماشومانو د زده کړو پر اهميت ټينګار کاوه.

استاد محمد غوث حکيمي له افغان حکومته ګبله وکړه چې له لومړنيو زده کړو نیولې بيا تر لوړو هغو يې د ژبو انډول ته پام نه دی کړی.

د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي او په اساسي قانون کې راغلي چې ماشومان بايد خپلې لومړنۍ زده کړې په خپلې مورنۍ ژبه وکړي.

خو کتونکي وايي په دولتي ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ژبو انډول له پامه غورځېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت ادعا کوي په ښوونځيو کې يې دا کچه اوس راټيټه کړې ده.

د غونډې بل ګډونوال اسدالله غضنفر و.

دی وايي د مورنۍ ژبې په نړیواله ورځ باید نه يوازې پښتو ژبه ياده شي، بلکې د دويمې درجې نورو ژبو ته هم پام وشي.

په نړۍ کې لويې ژبې له ستونزو سره نه دي مخامخ خو ځينو ژبو ته پام نه کېږي.

د ملګرو ملتو کلتوري ادارې يونسکو د هغو د ژوندي ساتلو لپاره د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومولې ده.

په پلازمېنه کابل کې د مورنۍ ژبې د نړېوالې ورځې د لمانځلو تابيا دا ځل د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګګۍ کړې چې ۵۵ بنسټونه او بهیرونه يې غړيتوب لري.

ورته مطالب