"د افغان ځواکونو کمول بې ثباتي راولي"

د انځور حقوق
Image caption افغان امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه د امنیت نیولو کې پر خپل ځان د بسیا کېدو وړتیا لري.

د امریکا یوې تحقیقاتي ادارې پخپل راپور کې وړاندویېنه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دا وېره په ډېرېدو ده، چې ګني افغانستان به یوځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځای واوړي.

دغه راپور چې د "سنټر فار نیول انالېسز (سي این اې) له خوا چمتو شوی، اټکل کوي، چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو په نشتوالي کې په ګټې اخیستو خپل بریدونه ډېر کړي او دا وېره شته چې "کابل بېرته ونیسي":

"تاریخ ثابته کړې ده، چې طالبان د پوځي فشار له کبله پاکستان ته پناه وکړي او هلته په خوندي ځایونو کې ځانونه پټوي، چې بېرته ځانونه بریدونو او جګړې ته چمتو او پیاوړي کړي".

دغه راپور، چې رویټرز خبري اژانس د تېرې پنجشنبې په ورځ ترلاسه کړی، کاږي چې: "د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اوس په پرتله د کابل د ساتلو لپاره لا نور ځواکونه په کار دي. "

راپور وايي، د افغان ملي اردو ځواکونو شمېر له اوسني۳۸۲۰۰۰ څخه ۲۲۸۵۰۰ ته راکمولو پلان د دې وړتیا کموي، چې ګني دغه هېواد دې یوځل بیا د سخت دریځو لاس ته ونه لوېږي:

"زموږ مشوره دا ده چې نړیواله ټولنه یوه داسې نوې تګلاره جوړه کړي، چې د افغان ملي اردو ملاتړ ته ورودانګي او شمېر یې تر ۳۷۳۴۰۰ راټيټ نه کړي او دغه شمېر لږترلږه تر ۲۰۱۸ کال پورې وساتل شي.

د سي اېن اې په دغه ۳۷۸ مخیزه راپور کې د کانګرس له خوا د تصویب شوي قانون له اړخه غوښتنه کړې، ان که چېرې پنتاګان د خپلې بودیجې له ډېر کسر سره مخامخ هم وي، د افغان ځواکونو ملاتړ ته تر راتلونکو څو کلونو پورې باید دوام ورکړي.

د راپور چمتو کوونکې اداره یوه غیر انتفاعي څېړنیزه اداره ده، چې سي اېن اې او شنونکو له خوا جوړه شوې ده.

د امریکا متحده ایالتونه او ناټو دا مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او جګړه ییز ماموریت وروسته د پاتې کېدونکو بهرنیو پوځيانو پر شمېر د موافقې په اړه هڅه کوي.

وروستۍ پرېکړه د ولسمشر حامد کرزي له خوا له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو له کبله وځنډول شوه.

واشنګټن ویلي، که چېرې تړون لاسلیک نه شي، خپل ټول پوځيان به له افغانستانه وباسي.

خو چارواکي تمه ښيي، چې د راتلونکو ټاکنو او نوي حکومت په راتلو شاید تړون لاسلیک شي.

د پنتاګان یوه جګپوړي ویاند امیرالبحر جان کیربي خبریالانو ته ویلي، چې د دفاع وزارت دغه راپور ترلاسه کړی، خو تر اوسه یې د موندنو او پایلو په اړه بحث نه دی کړی.

نوموړي اندېښنه ښوولې، چې لاهم وسله وال طالبان یو "لوی سرخوږی" دی:

"موږ هېڅکله له طالبانو خپلې څارونکې سترګې نه شو اړولی، نه یوازې موږ ته ګواښ دي، بلکې زموږ متحدینو ته هم لوی سرخوږی دی او افغانانو ته هم خطر دي".

نوموړی وايي، لاهم د دفاع وزیر چک هېګل پر خپلې هغې ژمنې ولاړ دی، چې د شیکاګو کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له خوا د تمویلېدونکو افغان ځواکونو د شمېر پر کمولو پرېکړه شوې وه.

راپور دا اندېښنه هم ښوولې، که چېرې د افغان ځواکونو شمېر کم شي، په ۲۰۱۴ او وروسته به دغه ځواکونه د مالي، لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ له ستونزو سره مخامخ شي.

د انځور حقوق
Image caption د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ دی
د انځور حقوق
Image caption افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو له خوا روزل کېږي.
د انځور حقوق
Image caption نوی امریکایی رپوټ وايي د افغان ځواکونو، مالي، لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ مهم دی
د انځور حقوق
Image caption د امهال د افغان ملي اردو شمېر نژدې ۳۸۲۰۰۰ دی.

ورته مطالب