کابل کې د افغان او پاکستاني چارواکو اقتصادي غونډه

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د مالیې وزیر په يوې دوه اړخیزه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی

،ټاکل شوې چې نن د جلال اباد تورخم ددویم سړک د کار پرانسته هم وکړي،ددغې لویې لارې د لومړي سړک د پخیدا چارې د پاکستان په مرسته تر سره شوې وې،خو ددویم سړک د جوړولو چارې د یو شمیر ناڅرګندو لاملونو له کبله په ټپه ولاړې پاتې وې ،چې د افغان حکومت غبرګون يې پارولی و.

د پاکستان مالیې وزیر محمد اسحق ډار داسې مهال له خپل مله پلاوي سره کابل ته تللى،چې لاهم ددواړو هیوادونو خپلمنځي اړیکې، د جوجاړي د بهیر د څرنګوالي،او پولیزو ستونزو له کبله په پرتلیز ډول ترینګلې دي.

د ښاغلي ډار د سفر يوه موخه دا په ګوته شوې چې په افغانستان کې به د خپل هیواد له خوا پلې کیدونکې پروژې له نژدې ګوري،د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني بي بي ته وویل چې د پاکستان د مالیې وزیر به د جلال اباد تورخم لویې لارې ددویم سړک د جوړیدا د کار پرانسته هم وکړي.

دا لویه لاره د پاکستان په مرسته پخه شوې خو ددویم سړک د جوړولو چارې یې له څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې وې.

بله غاړه د پاکستاني پلاوي له راتللو سره همهاله د خوست ولایت يو شمیر سوداګرو او مدني ټولنو له افغان لوري وغوښتل چې له پاکستان سره د غلام خان د سړک د جوړولو او ترانزتیتي کولو خبره هم راپورته کړي، چې په وینا یې افغان حکومت یې ۱۳۸۰ لمریز کال کې ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې،چې افغان او پاکستانی لوری نن د یوې اقتصادي ناستې په ترڅ کې د بیلو اقتصادي او ترانزیتي ستونزو د هواري په موخه يو له بل سره خبرې اترې وکړي.

اړوند افغان چارواکي وايي چې د پاکستان له لوري پلې کیدونکې پروژې ددواړو هیوادونو په ګټه دي،د افغانستان له لارې یې پاکستان ته له منځنۍ اسیا د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د لیږدلو پروژه یاده کړه ،چې په وینا یې افغانستان ته به هر کال میلونونه ډالره ګټه ولري.

همدا راز افغان لوری هیله من دی چې د جلال اباد-تورخم ددویم سړک جوړیدنه به ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوې کړي.

ورته مطالب