محاذ ملي په ټاکنو کې له اشرف غني ملاتړ وکړ

Image caption داسې ګنګوسي دي چې ښايي ځينې نوماندان د ځينو نورو په ګټه تېر شي

د پير سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند د ولسمشریزو ټاکنو له نوماند اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

د دغه ګوند مرستیال حامد ګیلاني په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل هڅه یې دا ده چې د نوماندانو شمیر راکم شي، خو دا چې دې هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې نو دا پریکړه یې وکړه.

سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، د ټاکنیزو هڅو په لړ کې په غور ولایت کې د ګڼ شمیر کسانو په ګډون په ازمایښتي ډول ټاکنې ترسره شوې.

په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو د شمیر د کمولو لپاره هڅې دوام لري خو د ملي اسلامي محاذ ګوند له ا شرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د ګوند مشرتابه د هغو کسانو د ډلې په سر کې وو چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندانو شمیر کم کړل شي.

د دغه ګوند مرستیال حامد ګیلاني په یوه خبري غونډه کې وویل له نوماندانو سره له یوې اوونۍ خبرونو وروسته دې پایلې ته رسیدلي دي.

د ملي شورا او قومي مشرانو په ګډون نږدې ۲۰۰ کسانو له ولسشمر حامد کرزي سره په کتنه کې د راتلونکو ولسمشریزو کانديدانو د شمیر د کمیدو خبره هم وکړه.

دوی ویلي په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ازمايښتي ټاکنې

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي د یو شخص په توګه د قومي مشرانو په هڅو کې ځان شریک بولي.

د افغانستان په شمال لویدیځ ولایت غور کې بیا په بې ساري توګه د مدني ټولنې د یو شمیر بنسټونو په ملاتړ ګڼ شمیر کسانو په ازمایښتي ډول ټاکنې ترسره شوې.

په غور کې د مدني ټولنې غړی شاه محمد شهاب وايي د دې ډول ټاکنو هدف د عامه پوهاوي د کچې لوړول وو.

د ټاکنیز کمپاین له پيله شاوخوا درې اوونۍ تېرې شوي او ټاکنیزې هڅې ورځ تر بلې ګړندۍ کیږي او مخ په پراخیدو دي.

که څه هم ویل کیږي چې ځینې نوماندان د نورو په ګټه له خپلې نوماندۍ لاس په سر کیږي، خو لا هم ۱۱ تنه نوماندان خپلو ټاکنیزو ته دوام ورکوي.

دوی هڅه کوي په ولایتونو کې د غونډو او د خپلو دفترونو له لارې خلکو ته خپل پروګرامونو معرفي کړي.

ورته مطالب