کابل چاپ ورځپاڼې، د کب ۳مه

Image caption نننيو ورځپاڼو تر ډېره خپل مطالب ټاکنيزو منډو ترړو ته بېله کړې دي

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (شنبه د کب دریمه) د ټاکنیزو مسایلو ترڅنګ، د کب په دریمه نېټه د پخواني شوروي یرغل پر خلاف د پلازمېنې کابل د خلکو د پاڅون کلیزه،د پاکستان حکومت له خوا افغان لوري ته احتجاج چې ددوی وسله وال مخالفین افغان خاوره د دوی پرخلاف استعمالوي اوهمدارنګه په ټوله کې د سولې او روغې جوړې بهیر څېړلی او تبصرې یې پرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب په دریمه نېټه وروسته تر دې چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په رسمي ډول پر افغانستان تیری وکړ، د‎کابل ښار اوسېدونکو ددې ښار په بېلابېلو برخو کې د خپلو کورنو پر بامونو، کوڅو او لارو کې د شوروي د یرغل خلاف په پراخو لاریونونو او مظاهرو لاس پورې کړ چې د پخواني شوروي اتحاد او دهغوی د پلوي رژیم له خوا په سختۍ وټکول شوې او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته .

د چراغ ورځپاڼې د کب دریمه نيټه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل خلاف د کابل ښاریانو د کب ددریمې نېټې پاڅون یادوي او پدې باور ده چې د کب دریمه دافغانستان دریو لسیزو انقلاب په تاریخ کې تر ټولو مهمه ورځ ده.

چراغ وړاندې د خپلې سرمقالې په دوام لیکي چې د کب دریمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د یوه داسې سره خال حیثیت لري چې د ورځپاڼې په کرښو د پلازمېنې د آزادۍ غوښتونکو نارینه وو او ښځو له خوا ترسیم شو.

چراغ په داسې حال کې چې د کب د دریمې نېټې پاڅون د شوروي یرغلګرو خلاف د آزادۍ غوښتونکو مبارزو د دوام لامل ګڼي ، پر افغان دولت هم نیوکه کوي چې ددې ډول تاریخي ورځو په رسمي توګه نمانځنه نه کوي.

انیس دولتي ورځپاڼه هم پر همدې موضوع لیکنه کړې ده او د کب د دریمې نېټې پاڅون او دې تاریخي ورځې په یادونې سره دا یوه داسې ورځ ګڼي چې د ورځپاڼې په کرښو ښکېلاک ګر یې ولړزول.

دغه دولتي ورځپاڼه د کب دریمه نېټه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه تاریخي او تل په یادپاتې کېدونکې ورځ ګڼي چې د ورځپاڼې په کرښود کابل خلکو د آزادۍ غوښتنې په روحیې سره د شوروي ښکېلاک ګرو او دهغه وخت د حاکم ټیم پرخلاف پاڅون وکړ.

خو هشت صبح ورځپاڼه بیا هغه راپورونو ته پاملرنه کوي چې وایي د ولسمشرۍ ځیني نوماندان دیوه مشخص نوماند په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تیرېږي او لیکلي چې باید اړیکې د قانون د ماتېدو سبب نه شي.

یاده ورځپاڼه ددې ټاکنیزو هڅو څخه چې د ورځپاڼې په کرښو حکومتي کړۍ یې په محور کې شتون لري، د ولسمشر حامد کرزي له خبرېدو هم یادونه کوي او لیکي چې له عمومي امکاناتو اوسرچینو څخه د یوه ځانګړې نوماند په ګټه اخیستنه، د عدالت او ډیموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې راځي.

همدارنګه د هشت صبح په څېر د اطلاعات روز په نامه ورځپاڼه هم د نوماندانو تر مینځ د تفاهم او یو والي هلې ځلې څېړي ، په رسنیواو د ټولنیزو شبکو په انتر نټي پاڼو کې د هغه راپورونو خپراوي ته هم اشاره لري چې وایې د کندهار ولایت قومي مشران او مخور د نوماندانو د شمېر د کمولو د هڅو په موخه کابل ته راغلي.

یاده ورځپاڼه په ټوله کې دا ډول هلې ځلې ګټورې ګڼي او پدې اند ده چې که چېرې دا هڅې بریالۍ شي او پنځه نوماندان د زلمي رسول له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي، نودا کار به د نوماندانو په ټاکنیزوسیالیو کې به نوی خوځون را منځ ته شي او دورځپاڼې په کرښو دا به ددې سبب شي چې نوماندان بېلې او پیاوړې سیالۍ پیل کړي چې د رایی ورکونکو د سمې پرېکړې سره به مرسته وکړي.

سرنوشت ورځپاڼه بیا د پاکستان هغه ادعا ته پاملرنه کړې چې وایي ددوی ۲۳ تښتول شوي سرتیري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي او له همدې امله یې افغان دولت ته احتجاج هم کړی دی او لیکي چې که دغه ډو پیښې د احتجاج لامل کیږي، نو افغانستان باید هره ورځ او ان د ورځې څو ځله پاکستان ته اجتجاج وکړي.

سرنوشت ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام کاږي چې لا څرګنده نه ده چې دغه پیښه د افغانستان تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې او که نه، خو د ورځپاڼې په کرښو که د افغانستان له خاورې پاکستان ته وسله وال اوښتي هم وي،خو دلته یو لوی توپیر شته، پاکستان ته د وسله والو لیږل او هلته د نا امنۍ رامنځ ته کول د افغان دولت پالیسي نه ده او نه هم په کې دولت لاس لري.

د انځور حقوق AP
Image caption ویسا ليکي چې نوماندان بايد غوره کسان د خپل ټاکنیز کمپاين لپاره وټاکي

یاده ورځپاڼه پاکستاني چارواکو ته هم مشوره ورکوي چې د ورځپاڼې په کرښو د وسله والو ملاتړ اونورو هیوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د جکړې او نا امنیو لیږد ودروي، ځکه دا اور بیرته پاکستان ته ور ګرځي.

همدارنګه هېواد دولتي ورځپاڼه هم پر همدې موضوع لیکنه کوي او پدې اند ده چې ایران او پاکستان د افغانستان دواړه ګاونډي هېوادونه د افغانستان خلاف په اوتو بوتو خوله خلاصه کړې ده او دواړو هېوادو ته سپارښتنه کوي چې د ورځپاڼې په کرښو د افغانستان په خیر کې دې خپل خیر ولټوي.

یاده ورځپاڼه ددوی د وسله والو مخالفینو له لوري د افغان خاورې کارونې په اړه د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز او همدارنګه د ایران د کورنیو چارو د وزیر هغه څرګندوي چې وایې په افغانستان کې شر راټول دی، را اخلي او پدې نظر ده چې ایران هم د پاکستان په څېر د افغانستان د ورانولو لپاره ملاتړلې ده.

ویسا ورځپاڼه بیا پردې بحث کوي چې نوماندان عامه رایه څه ډول جذبولای شي؟ او تر دې سرلیک لاندې په داسې حال کې چې پدې اند ده چې نوماندانو د بېلابېلو رسنیو له لارې خپل پروګرامونه په مات او ګوډ ډول رسولي دي، پدې نظر هم ده چې یوازې دپروګرام رسولاو د ژمنواو لاپو تکرارهرڅه ندي.

ویسا ورځپاڼه پدې باور ده چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یوازې د ولسمشرۍ په خپله نوماندان مهم نه وي، د هغوی مرستیالان او د کمپاین ټیم غړي هم دوی ته د رایي په ترلاسه کولو کې ونډه لري او له همدې امله نوماندانو ته سپارښتنه کوي چې د ټاکنیز کمپاین لپاره وړ او مناسب کسان انتخاب کړي تر څو عامه رایه جلب کړي.

ورته مطالب