ميدان وردګو ولايت کې پوهنتون جوړېږي

Image caption چارواکي وايي دغه پوهنتون به پر ۲۰۰۰ جريبه ځمکه جوړ شي

د افغانستان د میدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې نوی پوهنتون جوړېږي.

دغه پوهنتون به د سيداباد د د شتې توپ په دښته کې جوړېږي او د پلان له مخې د جوړېدو چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

له ولايتي دفتره په استول شوي خبر کې چارواکو ويلي چې ټاکل شوې بل کال په دغه پوهنتون کې محصلين جذب شي.

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي ويلي، چې دا ورته تاريخي ورځ او هڅه يې دا ده چې د دغه ولايت خلکو ته هغه پروژې پلې کړي، چې دوی يې غواړي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته وویل ''دغه پوهنتون چې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه ورته بېله شوې ده د ولسمشر د لارښوونې له مخې د ودانۍ د جوړېدو چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي''.

ښاغلي خوږياڼي وويل د ولايت او د ځايي اوسېدونکو غوښتنه دا ده چې لومړۍ دې په دغه پوهنتون کې د کرنې، اقتصاد او تعليم او تربيې پوهنځي فعال شي.

دی وايي په پام کې ده چې د پوهنتون د جوړېدو مالي لګښت د افغانستان د حکومت له بوديجې ورکړای شي.

دغه پوهنتون د کابل ـ کندهار د لويې لارې پر سر د سيداباد په ولسوالۍ کې جوړېږي.

ميدان وردګ د لوګر په څېر له کابل سره ګډه پوله لري او ډېر کله ترې د ناکراريو راپورونه ورکول کېږي.

ورته مطالب