ولسمشر: قيوم کرزى دې بل نوماند ته تېر شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر کرزي له یوې قومي جرګې غوښتي، عبدالقیوم کرزی د کوم بل کاندید په ګټه تیرېدو ته وهڅوي

ولسمشر حامد کرزي له یوې قومي جرګې غوښتنه کړې، چې ورور یې عبدالقیوم کرزی په راتلونکیو ټاکنو کې د کوم بل کاندید په ګټه تیرېدو ته وهڅوي.

دغه جرګه، چې دافغانستان له ۳۴ ولایتونو استازي په کې راټول شوي دي، هڅه کوي چې ولسمشرۍ ته د ولاړو ١١ نوماندانو شمیر را کم کړي.

حفیظ الله معروف، چې د دغې جرګې له غړو سره یې خبرې کړې په خپل رپوټ کې وايي، ولسمشر کرزي په ارګ ماڼۍ کې له جرګوالو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې ورور یې قیوم کرزی د بل کاندید په ګټه تیر شي.

د ولسمشر کرزي کشر ورور محمود کرزی چې قیوم کرزي ته ټاکنیز کمپاین پرمخ وړي، بي بی سي سره په خبرو کې وویل:

(( جرګې په خپل منځ کې د رایو له مخې پریکړه وکړه چې د دوی کاندید قیوم خان دی، او موضوع یې له ولسمشر کرزي سره مطرح کړه، خو هغه د ځینو ملحوظاتو په اساس له دوی څخه غوښتنه وکړه چې که قیوم جان د زلمي رسول په گټه تېر شي.))

د دغې جرګې یوه غړي نعمت الله پوپل هم بي بي سي ته وویل چې ولسمشر کرزي په ننۍ غونډه کې ټنیګار کاوه، چې قیوم کرزی دې له خپل کاندیداتورۍ تیر شي.

خو ښاغلي پوپل ونه ویل چې ولسمشر کرزي د کوم کاندید په ګټه د خپل ورور تیریدل غواړي.

د دغې جرګې غړي چې نژدې ۱۷۰ کسان دي له تیرو دوو ورځو راهیسې په پلازمینه کابل کې راټول شوي دي.

د جرګې غړو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې له زلمي رسول او قیوم کرزي نه دا ژمنه هم اخیستې، چې هره پریکړه به یې مني.

محمود کرزي دارنګه وویل، چې په دوو ورځو کې به یوې پایلې ته ورسیږي. هغه وویل که جرګه پریکړه وکړه، چې قیوم کرزی زلمي رسول ته تیر شي، ورور به یې ومني، خو وايي ښايي جرګه داسې پریکړه هم وکړي، چې زلمی رسول د قیوم په ګټه له نوماندۍ لاس په سر شي.

ورته مطالب