'طالبانو د یوه مشخص هېواد په ملاتړ پر کونړ برید کړی'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزیر وايي، د ملي اردو ۲۱ سرتېرو په وژلو کې د یوه ځانګړي هېواد لاس دی.

نوموړي دا څرګندونې د افغان سرتېرو د جنازې پرمهال وکړې.

تېره ورځ د افغانستان په سوېل کونړ ولایت کې د طالبانو برید لږترلږه ۲۱ افغان سرتېري ووژل.

بسم الله محمدي کابل کې د دغو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې وویل، چې د دغه برید تر شا، چې افغان او بهرنیو طالبانو کړی، د یوه ځانګړي هېواد لاس دی.

نوموړي دا هم وویل، چې په تېرو دوولسو کلونو کې افغان ځواک له هېڅ خطر مخ نه دی اړولی، او په مېړانه یې له خپلې خاورې دفاع کړې ده.

د افغانستان اوسنۍ ملي اردو نژدې ۲۰۰ زره سرتېري لري.

Image caption ښاغلي محمدي د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو وویل چې "طالبانو د بهرنیو ملاتړو په همکارۍ، د یوه مشخص هېواد د استخباراتو په مټ، پر ملي اردو برید وکړ

په وژل شوی کې زیاترو سرتېرو له پنځو تر شپږو کلونو پورې کار کړی و.

ښاغلي محمدي د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو وویل چې "طالبانو د بهرنیو ملاتړو په همکارۍ، د یوه مشخص هېواد د استخباراتو په مټ، پر ملي اردو برید وکړ".

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.

تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستانه په ټینګه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د مبارزې غوښتنه وکړه.

نوموړي د افغان سرتېرو د وژل کېدو په اورېدو سره خپل بهرنی سفر هم لغوه کړ.

د تېرې یکشنبې ورځې په برید کې، چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وشو، د دفاع وزارت په وینا، نژدې ۲۰۰ افغان او بهرنیو طالبانو د ملي اردو پر سرتېرو برید وکړ، ۲۱ یې ووژل او درې نور یې ټبیان کړل.

پنځه افغان سرتېري طالبانو او برید کوونکو له ځانه سره بېولي دي.

Image caption د دفاع وزیر وویل، دا ډول بریدونه د ملي اردو روحیه نه شي کمزورې کولی

د افغانستان حکومت د دغو سرتېرو د جنازې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو، چې د وژل شویو سرتېرو خپلوانو، جګپوړو حکومتي چارواکو او سیاستوالو ګډون په کې کړی و.

د ملي اردو چورلکو وژل شوي سرتېري تېره ورځ له کونړه کابل ته ولېږدل.

د دفاع وزارت وايي، چې دغه سرتېري په تېره یکشنبې د ګهیځ څلور بجې د خوب پرمهال وژل شوي.

د دفاع وزیر وویل، دا ډول بریدونه د ملي اردو روحیه نه شي کمزورې کولی:

"نن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کوو، له افغانستانه ۱۰۰ زره بهرني ځواکونه وځي، او په تدریجي ډول به له دې هېواده ووځي، په بدل کې به یې زموږ امنیتي سرتېري پخپلواکه توګه دفاع کوي".

ورته مطالب