'افغان سرتېري له برید مخکې خبر شوي وو'

د انځور حقوق
Image caption د ۲۱ وژل شویو پوځيانو مړي د تېرې دوشنبې په ورځ کابل ته ولېږدول شول، او تر جنازې وروسته یې خپلوانو ته وسپارل شول.

د افغانستان استخباراتي سرچینې وايي، چې کونړ کې افغان سرتېرو ته د طالبانو له خوا درې اونۍ مخکې د برید ګواښ شوی و.

کابل کې د بي بي سي خبریاله کارن الن د افغان استخباراتي سرچینو په حواله وايي، چې ۲۰ ورځې مخکې طالبانو د افغانستان ملي اردو ته په کونړ کې د غازي اباد پر پوستې د برید ګواښ کړی و.

دغه ګواښ د تیلېفون له لارې شوی و.

دوی وايي، چې په دغو تیلېفوني خبرو کې کونړ کې د عملیاتو د شپې په اړه هم خبرې شوې دي.

سرچینه وايي، چې دغه اورېدل شوې خبرې یې د کونړ د والي او پوځي چارواکو غوږونو ته رسولې وې، خو ښکاري چې دغه ګواښ بابیزه ګڼل شوی و.

د کونړ والي وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، استخباراتو داسې رپوټونه ترلاسه کړي، چې ځینې طالبان په دې لټه کې دي، چې د ملي اردو د ننه نفوذ وکړي.

دغه رپوټونه د افغانستان د دفاع وزارت له څرګندونو سره په ټکر کې دي.

د دغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویلي وو، چې د ملي اردو پر سرتېرو سلګونو کورنیو او بهرنیو طالب جنګیالیو برید کړی.

د ۲۱ وژل شویو پوځيانو مړي د تېرې دوشنبې په ورځ کابل ته ولېږدول شول، او تر جنازې وروسته یې خپلوانو ته وسپارل شول.

د مراسمو پرمهال د افغانستان د دفاع وزیر وویل، چې د دغه برید تر شا د یوه ځانګړي هېواد لاس دی، خو په څرګنده یې د کوم هېواد مشخص نوم وانه خیست.

په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي.

له هغه راهیسې چې افغانانو ته امنیتي چارې سپارل شوې دي، پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، چې ورسره مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

ورته مطالب