د ولسمشرۍ نوماندانو ارسلا او شیرزي ایتلاف وکړ

Image caption ښاغلي ارسلا وویل ده او ګل اغا شیرزي د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره یو ایتلاف جوړ کړی.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د هلو ځلو په ترڅ کې دوه نوماندانو هدایت امین ارسلا او ګل اغا شیرزي ایتلاف وکړ او هیله یې وښوده چې نور نوماندان به هم ددوی له ایتلاف سره یو ځای شي.

دغه راز د افغانستان د ملي نجات جبهې ګوند له نوماند اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند هدایت امین ارسلا هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې دی او بل نوماند محمد شفیق ګل آغا شیرزی د بل نوماند زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تیریږي.

ښاغلي ارسلا وویل ده او ګل اغا شیرزي د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره یو ایتلاف جوړ کړی.

ښاغلي ارسلا په دغې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل دوی له یو شمیر نورو نوماندانو سره هم په اړیکه کې دی او هیله لري چې هغوی هم له دوی سره یو ځای شي.

بله غاړه د جهادي مشر او د مجاهدینو د دورې د لومړي ولسمشر صبغت الله مجددي په مشرۍ د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند له نوماند اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

ددغه ګوند عمومي منشي ذبیح الله مجددي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې له اشرف غني سره یې د یو لیکل شوي تفاهم له مخې خپل ملاتړ وکړ.

او د شمالي ولایت جوزجان په مرکز شبرغان کې په سلګونو میرمنو د اشرف غني د لومړي مرستیال نوماند عبد الرشید دوستم د میرمنې زبیده دوستم په ګډون د همدې ټاکنیزې ډلې په پلوۍ یوه غونډه وکړه.

Image caption د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند هدایت امین ارسلا هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې دی او بل نوماند محمد شفیق ګل آغا شیرزی د بل نوماند زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تیریږي.

د زبیده دوستم پیغام د غونډې د یوې بلې ګډونوالې له خوا ولوستل شو.

دغه راز په کابل کې بل نوماند عبد الله عبد الله د کابل په یوه صنعتي پارک کې د صنعتکارانو په یوه غونډه کې خپل اقتصادي پلانونه وړاندې کړل.

له بل پلوه د قومي مشرانو هغه ۱۷۰ کسیزه جرګه لاهم کومې پایلې ته نه ده رسیدلې چې د دوه نوماندانو قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ د یوه جوړ جاړي لپاره هڅه کوي. دغه جرګه غواړي له دوی دواړو یو یې د بل په ګټه له خپلې نوماندۍ تیرشي.

ورته مطالب