"راتلونکی پسرلی به د افغان ځواکونو د ځواک وي"

د انځور حقوق AP

د افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې په نژدې راتلونکي پسرلي کې به د خپلو وسلوالو مخالفانو پرضد د عقاب په نامه ځواکمن پوځي عملیات پیل کړي.

د عملیاتو یوه موخه له یو شمېر سیمو نه د وسله والو طالبان ایستل او راتلونکو ټاکنو ته زمینه برابرول په ګوته شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې راتلونکي پسرلی به د افغان امنیتي ځواکونو د ځواک پسرلی وي.

د نوموړي په وینا د راتلونکي پسرلي په دریو میاشتو کې به د عقاب ځواکمن او هر اړخیز عملیات ترسره شي.

په پام کې ده چې د افغانستان ملي پوځ، ملي پولیس او ملي امنیت په دې ګډو عملیاتو کې ونډه واخلي.

د ښاغلي اعظمي په ژبه په پلان جوړونه کې وړاندوینه شوې چې هر زون به هغو ګواښونو ته په پام سره چې ورسره مخامخ دی يو پلان جوړوي، مرکز ته په یې سپاري او مرکز به پرې له هوکړې وروسته کار پېلولو پرېکړه کوي.

هغه زیاته کړه چې غواړي د افغانستان د خلکو دښمنانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ووایي چې راتلونکی پسرلی د ملي پوځ او ملي پولیسو د ځواک پسرلی دی.

جنرال اعظمي وايي په خپل ځواک او کره پلان سره به د دښمن ټول خوځښتونه داسې شنډ کړي چې د ده په خبره هغوی او باداران به یې ورته حیران پاتې شي.

ښاغلي عظیمي وویل دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځوانونو د وتلو نیټه په رانژدې کېدو ده، افغان ولس او بهرنۍ نړۍ ته به جوته کړي چې د دښمن هر راز خوځښتونه شنډولای شي او دا وړتیا لري چې خپل هېواد په امن کې وساتي.

د دفاع وزارت ویاند په دې وروستیو کې د ملي سرتېرو د وژل کیدو د کچې او ګراف د ښکته کېدو خبره هم وکړه.

هغه په دې برخه کې کره شمېرې ورنکړې، خو د کشف او سړک غاړو ماینونو د شنډولو په برخو کې د افغان سرتېرو د وړتیاو لوړېدل یې د دغې پرمختیا پام وړ لامل وباله او ویې ويل چې له همدې کبله په تېرو دریو میاشتو کې د ملي اردو د سرتیرو مرګ ژوبله لږه شوې ده.

ورته مطالب