کونړ پېښه: دفاع وزارت ۹ افسران له دندو ګوښه کړي

د انځور حقوق
Image caption د دغو ۲۱ سرتېرو جسدونه تېره ورځ په کابل کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول

د افغانستان د دفاع وزارت مني چې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې د مخالفینو د یوه برید په مخنیوي کې بې پروايي شوې ده.

دغه وزارت د همدې پېښې په تړاو چې ۲۱ تنه پوځیان په کې ووژل د پوځ ۹ تنه افسران له دندو ګوښه کړي دي.

د دغه وزرات د چارواکو په وینا دغه تصمیم هغه ولایت ته د لېږل شوي پلاوي د راپور تر اورېدلو وروسته ونیول شو او دغه کسان یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي دي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، دا په داسې حال کې ده چې د غازي آباد په ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د وژل کېدو په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي.

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د افغان پوځ د ۲۱ تنو سرتېر تر وژل کېدو درې ورځې وروسته د افغانستان د دفاع سترې شورا د افغانستان د ملي دفاع د وزیر بسم الله محمدي په مشرۍ غونډه کړې او هلته د لېږل شوي پلاوي موندنې یې وڅېړلې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي تر غونډې لږ شیبه وروسته خبریالانو ته وویل د دفاع وزارت مني چې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې د مخالفینو د یوه برید په مخنیوي کې بې پروايي شوې ده.

ښاغلی عظمیي وايي له همدې کبله د پوځ نهه تنه افسران له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي:

دی وايي: ''د دفاع عالي شورا د لوی درستیز د رپوټ تر اورېدلو وروسته تصمیم ونیو چې د دویمې لوأ قومندان، د دریم کنډک قومندان، د همدې کنډک د څلورم ټولي قومندان، د دریم کنډک د اوپراسیون آمر او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او یو شمېر نور د کشف مسؤولین چې په خپلو دندو کې یې بې پروايي کړې له خپلو دندو لېرې او د څېړنو او تحقیق په موخه اړوندو ادارو ته وروپېژندل شول''.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان پوځیانو د وژنې څرنګوالی لا هم نه دی روښانه.

له سیمې ځینې راپورونه وايي چې دغه برید د طالبانو د نفوذي کسانو له خوا شوی او خپاره شوي راپورونه هم ښيي چې د پوځ دغه مرکز ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو چارواکي لا هم ټینګار کوي چې پر افغان پوځیانو برید کوونکي کورني او بهرنیان وو.

ښاغلی عظیمي وايي: ''خدای دې نه کوي چې تاسې د داسې یو کس په لاس اسیر شئ چې د سلګونو کسانو سرونه یې پرې کړي. کله چې تاسې له داسې یوې ډلې سره چې له تاسو د پسونو په شان سرونه پرې کوي، نو په داسې حال کې به ستاسو تمه له یوه سرتیري څه وي چې شعار ورکړي؟ هغه څه چې زه تاسو ته وایم یو بشپړ واقعیت دی او هغه څه چې په نورو څنډو کې خپریږي موږ هغه ردوو''.

دغه بريد د يکشنبې په سهار وشو چې له امله يې ۲۱ سرتېري ووژل شول او شپږ نور وسله والو له ځانه سره بېولي دي.

ورته مطالب