د کابل د ښځو زندان کې د خپلمنځي شخړو کيسې

Image caption په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښځې په زندانونو کې دي چې ۲۲۵ يې د کابل په ښځينه زندان کې دي

د افغانستان د نورو زندانونو په څېر د کابل په ښځینه زندان کې هم کله کله پخپلو منځو کې د بندیانو او دغه راز له پولیسو شخړې راپورته کېږي.

د زندان یو شمېر ساتونکې او بندیانې د ځینو بندیانو له ناوړه چلن شکایت کوي، خو ډېرې بندیانې د چارواکو له چلنده هم سر ټکوي.

د کابل د ښځینه زندان د لومړي پوړ د دهلیز په منځ کې د زندان د ساتونکو لپاره ځانګړې شوې خونه ده.

که څه هم دا خونه د ساتونکو د استراحت او د وسایلو د خوندي کولو لپاره ځانګړې شوې، خو ساتونکي ځینې وختونه له دې خونې د زندانیانو له بریدونو د ځان د خوندي کولو په موخه ګټه اخلي.

کله کله داسې پېښېږي، چې ځینې بندیانې د زندان ساتونکو ته غوسه کېږي او پر هغوی برید کوي.

د بندیانو د ودانۍ د ساتونکو مسووله افسره فریده وايي کله کله یو شمېر بندیانې له دوی ناقانونه غوښتنې کوي، که یې غوښتنه و نه منل شي، تاوتریخوالي ته لاس اچوي.

دا وايي: ''په ترموز باندې یې زموږ د یوې کارکوونکې سر مات کړ، په چاقو باندې وهل شوې. پر ما باندې یوې ښځې د ګیلاس ګوزار وکړ، غوښتل یې ما په سر وولي، خو زه خطا شوم او دا دېوال پرې ولګېد. کله کله په کارکوونکو باندې جوش اوبه اچوي. د دې علت دا وي، چې کله کارکوونکې د دوی کومه غیر قانوني غوښتنه و نه مني، ځینې ښځې پرې برید کوي''.

خو یوازې د زندان ساتونکې د دا ډول تاوتریخجنو پېښو ښکار نه دي. د دې زندان ډېرې نورې بندیانې هم له یو شمېر نورو شکایت کوي.

يوه بندي مېرمن وايي، په وار وار ورسره د بندیانو او ساتونکو له خوا ناوړه چلن شوی، خو چا یې غم نه دی خوړلی.

د دغه زندان د چارواکو مشرتابه هم دا خبره مني، چې یو شمېر داسې بندیانې شته، چې نورې بندیانې او آن ساتونکې ترې په تنګ دي.

د کابل د ښځينه زندان مسووله زرافشان نایبي وايي، د دوی ټینګار دا دی، چې له بندیانو سره باید د چارواکو لخوا ناوړه چلن و نه شي.

دا وايي: ''یوه ښځه د سیاه موی په نامه لرو او یوه بله د ضیاء ګل په نامه چې زموږ یوه نوکریواله یې ووهله او لاس یې ورژوبل کړ. موږ دوی اړوندو څارنوالانو ته معرفې کړې دي. هغوی راغلي او په دې اړه پلټنې کوي. ځینې وختونه د زندان له کارکوونکو سره د بندیانو له خوا ناوړه چلن کېږي، خو زموږ ټینګار دا دی چې دوی باید له بندیانو سره له ښه سلوک نه کار واخلي''.

په زندان کې ځینې داسې مېرمنې هم شته، چې د دغو بندي مېرمنو له خوا پرې خونړي بریدونه شوي دي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې يوه بندي مېرمن وايي، دلته یو شمېر داسې بندیانې دي، چې پر نورو واکمني کوي، که څوک یې خبره و نه مني، سمدستي يې خبره سوک څپېړې ته رسي.

د بشري حقونو یو شمېر مدافع ډلې پر افغان حکومت نیوکه کوي چې په زندانونو کې د چارواکو او نورو بندیانو له خوا له بندیانو سره کېدونکی ناوړه چلن جدي نه ګڼي.

د مدافع وکیلانو د شبکې مشر اجمل هوډمن وايي، بندیان باید د ازادۍ له صلبېدو پرته په زندان کې له نورو بنسټیزو حقونو محروم نه شي.

که څه هم د ښځینه زندان چارواکې وايي، په تاوتریخوالو کې لاس لرونکو بندیانو سره قانوني چلند کوي، خو ځینې ساتونکې او بندیانې بیا ادعا کوي، چې په دغه زندان کې ځینې بندیانې له چارواکو سره اړیکې لري چې له کبله یې له نورو سره دوه ګونی چلند کېږي.

ورته مطالب