کابل ورځپاڼې، کب ۶مه، د کونړ پېښه

د انځور حقوق AFP
Image caption د کونړ په غازي اباد کې تېره شپه وسله والو په يوه بريد کې ۲۱ افغان سرتېري ووژل

د کابل چاپ ورځپاڼو نن سه شنبه (د کب ۶مه) د دویمې ورځې لپاره هم د کونړ ولایت خونړۍ پېښې په تړاو غبرګونونه او راپورونه څېړلې دي او هرې ورځپاڼې پرې له خپل لید لوري نه تبصرې کړې دي.

دیادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت تېره ورځ د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د وژل شویو سرتېرو د جنازې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو، چې په ترڅ کې یې د وژل شویو سرتېرو خپلوانو، جګپوړو حکومتي چارواکو او سیاستوالو ګډون کړی وو.

د دې دولتي مراسمو په ترڅ کې چې د وژل شویو سرتېرو جنازې د هغوی خپلوانو او کورنیو ته وسپارل شوې د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي څرګنده کړه چې، د دغه برید تر شا، چې افغان او بهرنیو طالبانو کړی، د هغوى د بهرنيو ملاتړو او يوه ځانګړي هېواد د استخباراتو او کړيو له خوا پلان شوى و، خو د ملي دفاع وزیر د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست.

محورورځپاڼه د کونړ د پېښې د عاملینو په اړه د ملي دفاع وزیر پرونیو څرګندونو ته په پاملرنې سره پوښتنه کوي چې کومې خاصې کړۍ پدې پېښه کې لاس درلود؟ او وړاندې لیکي چې تر اوسه خو د دې پېښې په شمول د ګڼو نورو پېښو پړه پر وسله والو مخالفینو اچول کېده، خو آیا دا ځل مخالفه وسله واله ډله له هغو نورو سره فرق لري چې د سولې خبرې اترې ورسره روانې دي؟

دغه ورځپاڼه پدې باور ده چې د ملي دفاع وزیر پرونۍ څرګندونې له همدې آدرسه تحلیل شي چې د سولې له وروستیو هڅو سره بې تړاوه نشي پاتې کېدای او د ورځپاڼې په آند په خاصه کړۍ کې هغوی هم راتللای شي چې له بګرام زندان څخه د بندیانو خوشي کېدو سخت پارولي دي او دافغانستان حکومت دا هڅې د تېرو لاس ته راوړنو لپاره یو لوی خطر ګڼي.

محور وړاندې بیا افغان چارواکیو ته سپارښتنه کوي چې د قربانیانو د کورنیو حال او احوال اخیستل، د شهیدانو دحق په توګه پر ټولو پور دی،خو د لومړۍ درجې مسؤول په توګه په کار ده چې حکومت سر له اوسه په داسې یوه میکانیزم کار وکړي چې په راتلونکو دا ډول پېښو کې دهغوی کورنۍ نور د روزۍ د قطع کېدو ویره و نه لري.

ملي آرمان ورځپاڼه هم پوښتنه کوي چې د کونړ ولایت په دې غملړلې پېښه کې اصلي مقصر څوک دی او ولې استعفا نه کوي؟ او لیکي چې دغه قهرمان او فدا کار ځواکونه چې د هېواد د مشرتابه د ناسمو سیاستونو قرباني شول، په ښه توګه یې د خپل او خپل هېواد له شرف او عزت څخه دفاع وکړه.

یاده ورځپاڼه پدې اند ده چې د غازي آباد غمېزې وښوده چې د هېواد د امنیتي پرسونل او سرتېرو لپاره پر زړورتوب او د ځان ښند نې پر مورال سربېره ، یو شمیر نورو مسایلو ته هم اړتیا لري چې په تاسف سره دوی نه درلودل، لکه د توپچي ځواک ملاتړ او هوايي ځواک چې کولای یې شوای ، د غمېزې اړخ لږ را کم کړِي.

ملي آرمان ورځپاڼه پدې اند هم ده چې د ملي دفاع وزارت چارواکیو نا غېړي پدې پېښه کې ښکاره ده او ددې وزارت چار واکي نشي کولای ددې ستر مسؤولیت له بارڅخه اوږه خالي کړي او د ورځپاڼې په کرښو که چېرې افغانستان یو قانونمند هېواد وای، نن به ټول هغه کسان چې پدې ستره فاجعه کې یې مسؤولیت درلود، یا به له دندو ګوښه کېدل یا به یې په خپله استعفا کوله.

سرنوشت ورځپاڼه بیا د کونړ ولایت د دوه ورځو وړاندې پېښې په اړه را پورته شوې پوښتنې څېړي او پدې نظر ده چې اوس دا روښانه شوې چې د دې پېښې پر مهال افغان ملي اردو له امريکايي ځواکونو د هوايي مرستې غوښتنه کړې وه، خو بهرنيو ځواکونو له دې امله دا مرسته نه ده کړې چې ولسمشر کرزي افغان ځواکونو ته امر کړى چې له بهرنيو ځواکونو د مرستې غوښتنه نه شي کولاى.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې پدې نظر ده چی دا د امریکایي ځواکونو لومړی ځل ندی چې د افغان ځواکونو غوښتنه نه مني لیکي چې امريکايي ځواکونو په هغه وخت کې د ولسمشر کرزي د فرمان خبره کوي چې دوى ته رېښتينې اړتيا وي او افغان ځواکونه ترې د مرستې غوښتنه وکړي، خو د ورځپاڼې په کرښو په هغه وخت کې چې نه ترې غوښتنه شوې وي او نه د دوى د هوايي بريد اړتيا وي، هلته بيا بريد کوي.

هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله پر همدې موضوع لیکلې خو د کونړ ولایت د پېښې د قربانیانو د جنازو د سپارلو په مراسمو کې د ولسمشر حامد کرزي نه ګډون د توجیه وړ نه ګڼي او لیکي چې امنیتي ګواښونه نشي کولای دې غونډې ته ولسمشر حامد کرزي نه راتلل توجیه کړي، ځکه د ورځپاڼې په کرښو دا مراسم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې هم ترسره کېدای شوای.

هشت صبح همدارنګه لیکي چې ولسمشر حامد کرزی پدې ورځو کې د ولسمشرۍ له نوماندانو سره په چنې وهلو سخت بوخت دی او یو نوماند د بل نوماند په ګټه تېرېدنې ته هڅوي او د ورځپاڼې په کرښو د سیاست تبه دومره ګرمه ده چې د ولسمشر ذهن ته نه رسیږي چې د وسله والو ځواکونو له قربانیو څخه ستاینه وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د دغو سرتېرو جنازې تېره ورځ خپلو کورنیو ته وسپارل شوې

ملي باور ورځپاڼه بیا د غازي آباد د نادرکه سرتېرو د برخلیک پوښتنه کوي اوپه داسې حال کې چې ددې ورکو سرتېرو د ځای ځایګي د درک نه معلومېدو څخه اندېښنه لري، لیکي چې د ورکو سرتېرو پیدا کېدل به نه یوازې چې د پېښې د رامنځ ته کېدو نور لاملونه را برسېره کوي، بلکې په راتلونکې کې به هم ددې ډول پېښو په مخنیوي کې مرسته وکولای شي.

یاده ورځپاڼه که څه هم پدې نظر ده چې د ورکو سرتېروپه پیدا کېدو سره به ددې پېښې ډېر رازونه اومعلومات را برسېره شي،لدې هم اندېښنه لري چې د سیمې دغرني موقعیت او د پاکستان ګاونډیتوب ته په پاملرنې سره به ګرانه وي چې د طالبانو راز دار او اصلي سرتېرې دې وموندل شي.

ویسا ورځپاڼه بیا د کونړ د دوه ورځو پېښې په تړاو پوښتنه کوي چې آخر د وحشتونو څپي تر کومه او ولې؟ او لیکي چې د ا پېښه باید زمونږ ولس را وېښ کړي د روانې غمېزې ژورتوب ته یې پام واړوي ، نه داچې لدې نه د وحشتونو پلویان غلطه ګټه پورته کړي.

دغه ورځپاڼه پدې اند ده چې اوس مهال چې دکونړ له پېښې سره د بګرام د بندیانو دخوشې کېدوخبره تړل کېږي یوه برخه به یې عاطفي د مصیبت ځپلیو یو طبیعي غبرګون وي،خو یوه برخه یې اصلاْ د روانو وحشتونو د دوام په هېله دی.

ویسا ورځپاڼه په دې باور ده چې دا وحشتونه به تر هغه دوام ولري چې هم افغانان په یوه محور راټول نه شي او د یوه بل له وژلو ډډه ونه کړي او هم بهرني لوري له افغان ولس سره خپلې اړیکې شفافې نه کړي.

ورته مطالب