اوباما: له افغانستانه د ځواکونو د وېستو پلان جوړوو

Image caption ولسمشر اوباما ولسمشر حامد کرزي ته ویلي که د روان کال تر پایه امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو ټول امریکايي ځواکونه به افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن (د فبرورۍ په ۲۵) افغان ولسمشر حامد کرزي ته ټېلېفون وکړ او په افغانستان کې یې د راتلونکو ټاکنو، د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلایني د بهیر او د امریکا او افغانستان ترمینځ یې پر امنیتي تړون خبرې ورسره وکړې.

ولسمشر اوباما په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین د پېل هرکلی وکړ او د عالانه، باوري او پر وخت ټاکنو نه یې د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ولسمشر اوباما وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه به په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو په امنیت کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ولسمشر اوباما یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې امریکا به د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ ونه کړي.

هغه وویل چې دا انتخاب د افغانانو دی.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي له ښاغلي اوباما سره د سولې او پخلاینې د بهیر پرمختګ شریک کړ او دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د کړکیچ د سیاسي هواري لپاره اړینه ده چې د سیمې هېوادونه د دې بهیر ملاتړ وکړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه ولسمشر اوباما ولسمشر کرزي ته وویل دا چې هغه د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته لا نه دی چمتو نو د امریکا متحده ایالاتونه له احتمالي پلانونو سره مخ په وړاندې ګام ږدي.

په ځانګړې توګه ولسمشر اوباما د امریکا د دفاع له وزارته غوښتنه کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره پلانونه جوړ چې له مخې به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې نه وي.

ولسمشر اوباما ویلي موږ غواړو امنیتي تړون ولرو او غواړو چې د افغان حکومت د یوه ژمن ملګري په توګه پاتي شو خو که تړون لاسلیک شي له ۲۰۱۴ کال وروسته به زموږ د ماموریت تمرکز د افغان ځواکونو پر رورنې، هغوی ته پر مشورې ورکولو او د القاعده شبکې د پاتې شونو پر ځپلو وي.

ولسمشر اوباما وویل په همدې خاطر موږ له افغانستان سره د امنیتي تړون دا پرانستی امکان د روان کال تر پایه پرېږدو.

هغه زیاته کړه چې د امنیتي تړون لاسلیک کولو کې ځنډ به ننګونې ډېرې کړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل : « د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا له انتخاباتو مخکې د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو غوښتنه وکړه خو په ځواب کې یې ولسمشر حامد کرزي وویل چې لومړی باید په افغانستان کې د سولې بهیر په عملي توګه پیل شي چې دا د افغانستان د خلکو یوه حیاتي غوښتنه ده.

ښاغلي کرزي له بارک اوباما څخه وغوښتل چې د سولې د پروسې د عملي پېلېدو لپاره دې په ګډه کار وشي چې د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره زمینه برابره شي.»

له ولسمشر حامد کرزي سره په دغو ټېلېفونې خبرو کې ښاغلي اوباما وویل امریکا به په دومداره توګه د خپلواک، باثباته، متحد او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو ملګرتیا به یو بل ته د درناوي او حساب ورکولو پر بنسټونو ولاړه وي.

د امریکا ولسمشر وویل چې موږ د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپلو متحدینو ملاتړ ته ژمن یو او موږ به په ویاړ له هغو افغانانو سره اوږه په اوږه خپل کار ته دوام ورکړو چې د افغانستان د ثبات او خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوي.

ورته مطالب