دفاع وزارت: حصارک کې لسګونه طالبان وژل شوي

Image caption په وروستيو اوونيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې يې د تصفيوي عملياتو پر مهال له ۴۰ زيات وسله وال طالبانو وژلي دي، خو په سيمه کې چارواکي دغه شمېره لوړه ښيي.

په ننګرهار کې پوځي او امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې يې په څو ورځنيو عملياتو کې ۵۷ وسله وال طالبان وژلي دي.

چارواکي وايي د شاهين ۲۸ په نوم عملياتو کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

په ختیځ کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان دادان لونګ په وينا، ٢٥ کلي د وسله والو له شتون نه پاک شوي دي.

دی د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ته اووښتی زيان نه مني، خو د ملي پوځ د يوه سرتيري د وژل کيدو او دوو نورو د ټپي کيدو خبرونه ورکړای شوي دي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالي د لوګر ولايت له ازرې ولسوالۍ سره په خوا کې پرته ده او تر دې وړاندې هم له دواړو ولسواليو د ناامنيو راپورنه ورکړای شوي دي.

خو د دفاع وزارت له لوري رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې حصارک ولسوالۍ کې يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۴۴ کسه وژلي دي.

په اعلاميه کې ویل شوي، دغه عمليات چې څو ورځې روان و، په لړ کې يې د وسله والو طالبانو يو قومندان هم نيول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

له هغه وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ارګانونو ته د رايې ورکولو د نژدې ۷۰۰۰ مرکزونو لست ورکړ، امنيتي ارګانونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې عمليات کړي دي.

ورته مطالب